د اکټوبر پر ۱۶ د خوړو له نړیوالې ورځې سره هممهاله د خوړو نړيوال پروګرام وايي، په افغانستان کې ۱۵ ميليونه خلک نه پوهېږي چې خپل خواړه له کومه کړي.
اوبه ژوند دی، اوبه خوراک دی؛ سږ کال د خوړو د نړیوالې ورځې لپاره دا شعار ټاکل شوی دی.
خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د اوبو دوامداره زیرمو د بیا رغولو ژمنه کړې.
د ملګرو ملتونو د دغه بنسټ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د افغانستان خلک سمدستي مرستو ته اړتیا لري او د هرات زلزلې یو ناورین رامنځ ته کړی دی.
په هرات کې د زلزلې له امله د اړمنو کسانو شمېر زیات شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستو د دوام لپاره بېړنیو ۱۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام د اړیکو مسوول فلېپ کروف وویل: «هغه کسان چې ژوندي پاتې شوي هر څه یې له لاسه ورکړي دي. له سرپناه او خوراکي توکو پاتې دي. د خوړو نړیوال پروګرام په همغه لومړیو ساعتونو کې ژوندي پاتې شویو ته د خوړو رسولو په حال کې وو. خو ډیرو خوراکي توکو ته اړتیا لرو ځکه دا خواړه له هغو پروګرامونو اخیستل شوي چې له وړاندې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ وو.»
نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې د افغانستان اقتصاد کمزوری بللی دی.
د نړیوال بانک د اکتوبر میاشتې په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې دوه پر درېیمه کورنۍ د ژوند له ستونزو سره مخ دي.