افغانستان

له زلزله ځپلو د ملاتړ لپاره د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو چمتووالی

Earthquake-affected Zinda Jan district in Herat. File photo.

یو شمېر هېوادونو او بنسټونو د هرات له زلزله ځپلو سره مالي مرستې اعلان کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې واشنګټن به له خپلو بشري همکارانو سره په ګډه د افغانستان کې د خلکو د ملاتړ لپاره بیړنۍ مرستې وکړي.
په ورته وخت کې اروپايي ټولنې او ایران د پېښې ځای ته خپل تخنیکي ټیمونه د مرستې لپاره استولي دي.

بل خوا د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د ۲۰ زره کورنیو لپاره یې د مرستو بستې چمتو کړي او ډېر ژر به یې د وېش لړۍ پیل شي.

امريکا، جاپان، ايران او يو شمېر نورو هېوادونو د هرات له زلزله ځپلو سره مالي مرستې اعلان کړې.

انتونیو بلینکن په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې واشنګټن به له خپلو بشري همکارانو سره په ګډه د افغان وګړو د ملاتړ لپاره سمدستي مرستې وکړي.

د اروپایې ټولنې بهرنۍ تګلارې مشر او د کړکېچ د مديريت کمېشنر هم له زلزله ځپلو سره خواخوږي ښودلې او ويلي يې دي چې د دغې ټولنې د ژغورنې ډلې د پېښې سيمې ته رسېدلي دي.

جانز لنارچیچ د بحران د مدیریت لپاره د اروپايي ټولنې کمیشنر وايي: «موږ به د افغانستان د خلکو ملاتړ ته چې دا مهال له ستونزو سره مخ دي، دوام درکړو.»

د خوړو نړیوال پروګرام له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د سروې بهیر پیل کړی دی.

د دې ادارې ویاند امو تلویزیون ته وویل، چې ۲۰ زره کورنیو ته به د مرستو د وېش لړۍ ډېر ژر پیل شي او په راتلونکو ورځو کې به له ۷۰ زره کورنیو سره د مرستو لړۍ چمتو شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په خبرو کې د هرات د زلزلې له قربانیانو سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ایران د ژغورنې او مرستې ډلې افغانستان ته رسیدلي دي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ به په هرات کې له زلزله ځپلو سره لازمې مرستې وکړي او په افغانستان کې به د بشري وضعیت د ښه والي لپاره دوام وکړي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر کامیکاوا یوکو وايي: «جاپان هڅه کوي چې د نړیوالو سازمانونو په همکارۍ ژر تر ژره اړینې مرستې برابرې کړي، څو د ځپل شویو سیمو خلک چې له ستونزو سره لاس مخ دي، لاسنیوی یې وشي.

جاپان د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی او په افغانستان کې به د بشري وضعیت د ښه والي لپاره به کار ته دوام ورکړي.»

د بهرنيو مرستو ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو په ځانګړي ډول کندهار، بلخ، هرات، ننګرهار او نورو ولايتونو کې هېوادوالو د مرستو راټولولو کمپاینونه پيل کړي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې ملا عبدالغني برادر د بیړنیو مرستو رسولو په موخه هرات ته سفر کړی دی.

له پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي، د مرستو د راټولولو لپاره یې یو کمېسیون جوړ کړی او له زیانمنو سره د مرستې لپاره یې سل میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

خو د هرات یو شمېر اوسېدونکي زلزله ځپلو ته د مرستو د عادلانه وېش په اړه اندېښمن دي.

تراوسه د طالبانو له خوا د مرستو اندازه نه ده اعلان شوې او په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسي وګړو د کورنیو موسسو له خوا ځای ځای د مرستو د ټولولو لړۍ جریان لري.