افغانستان

طالبان: د هرات په زلزله کې څلور زره تنه مړه او ټپیان شوي دي

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې وزارت، د هرات په زلزله کې د مړو او ټپیانو شمېر لږ تر لږه ۴۰۰۰ تنه اعلان کړی دی.

د دغه وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې وايي، چې نږدې ۲۰۰۰ کورونه د هرات په شلو کلیو کې ویجاړ شوي دي.
خو ملګرو ملتونو په هرات ولایت کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۱۲۰۰ ډېر او د ټپیانو شمېر تر ۱۷۰۰ کم ښودلی دی.

د ریښتر په کچه د ۶،۳ درجې ویجاړونکې زلزلې د هرات ولسواليو په ځانګړې توګه د زنده جان ولسوالۍ ګڼ شمېر کورونه د وير په ټغر کېنولې دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې وزارت، په دې پېښه کې د مړو شویو او ټپیانو کره شمېر نه دی اعلان کړی.

د دغه وزارت ویاند په دې خبري غونډه کې وویل چې د هرات په دې طبیعي پېښه کې د مړو شویو او ټپیانو شمېر لږ تر لږه ۴۰۰۰ تنه دی.

خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د هرات د زنده جان ولسوالۍ په ۱۱ کلیو کې سله سلنه کورونه ویجاړ شوي او د مړو شویو شمېر تر ۱۰۲۰ تنو ډېر دی.

د دغه راپور موندنې ښيي چې د ۲۱۳ مېرمنو په ګډون ۵۱۶ کسان نادرکه دي او د ارزونو په بشپړېدو سره به د مړو شمېر زیات شي.

په دغه راپور کې راغلي چې د زلزلې له امله په زنده جان ولسوالۍ کې ۱۳۲۰ کورنۍ، په انجیل ولسوالۍ کې ۱۵۰ کورنۍ، په ګلران ولسوالۍ کې ۹۵ کورنۍ، په کوهسان او کشک ولسوالیو کې ۶۰ کورنۍ چې ټول نفوس یې ۱۱۵۰۰ کورنۍ دي د شنبې ورځې د زلزلې له امله زیانمنې شوي.

ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چې د پېښې ځای ته د ارزونې ډلې او د ژغورنې هڅې روانې دي.

زياتره ټپيان د هرات په سیمه یز روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د راپور پر بنسټ، تر اوسه له ۵۵۰ ډېر کسان تر درملنې لاندې دي او یوازې په دغه روغتون کې د څه باندې ۲۵۰ کسانو مړینه تایید شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل راپور کې لیکلي، چې له زیانمنو شویو سره د مرستو د رسولو په موخه به د بېړنیو مرستو غوښتنه وشي او د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه د ۵ میلیونه ډالرو د تخصیص پرېکړه شوې ده.