افغانستان

د تېرې ورځې له زلزلې د هرات په حوزوي روغتون کې د ناروغانو ترخې کیسې

له پرون راهیسې تر اوسه یوازې د هرات سیمه ایز روغتون ته نږدې ۶۰۰ ټپیان لېږدول شوي دي.

یو شمېر ټپیان چې له زنده جان ولسوالۍ څخه دغه روغتون ته راغلي، د دې زلزلې د وحشت له ژوروالي خبره کوي او زیاتوي چې د دوی کورونه ویجاړ شوي او د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي دي.

د زنده جان ولسوالۍ د غوغای کلي يو تن اوسيدونکى وايي، چې په دې زلزله کې يې ټول کلی په کنډواله بدل شوى او د کورنۍ ۱۲ غړي يې له لاسه ورکړي دي.

د هرات سیه ایز روغتون ـــ هغه ځای چې له هغو ټپیانو څخه ډک دی چې د زنده جان ولسوالۍ څخه ورته لیږدول شوي.

په دې روغتون کې دا ټپیان نه یوازې په خپل درد کې دي، بلکې هر یو یې د خپلې کورنۍ ځینې غړي له لاسه ورکړي دي.

لکه د دې مور په څېر چې د خپلې کورنۍ ۲۵ غړي یې له لاسه ورکړي:

د زنده جان ولسوالۍ د غوغای کلي اوسېدونکې ماه ګل وايي: «زموږ له کوره ۲۵ تنه مړه شوي، یوازې دوې مېرمنې پاتې یو، زموږ له یوه بل کور څخه یو نارینه له درېیو نجونو سره پاتې دي، بدبخته شو زموږ لپاره هېڅ نه دي پاتې ژوند مو تر خاورو لاندې شو.»

د دې روغتون هر چېرې چې لاړ شئ، د خلکو هغه آه ژړا او چیغې به واورئ چې د خپلو خپلوانو د له لاسه ورکولو کیسې کوي.
هغه کیسې چې ټولې غمجنې او دردونکې دي.

دوی نه یوازې دا چې د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي، بلکې خپل ټول مال او کورونه یې هم له لاسه ورکړي دي.

د هرات د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکې شیرین وایي: «ورور مې له خپلو څلورو ماشومانو سره ووژل شو، دوه وروڼه مې د یوه ملا ماته شوې او د بل پښه. درې لوڼې یې بې درکه دي، کور او هرڅه مو له لاسه ورکړي.»

له پرون څخه تر اوسه یوازې د هرات سیمه ایز روغتون ته تر ۵۰۰ ډېر ټپیان لېږدول شوي دي.

اوس چې دوی د خپلو کورنیو ځینې غړي له لاسه ورکړي، کورونه یې وران شوي او په خپله هم ناروغان دي، دوی په دې فکر کې دي چې د کور او سرپناه په نشتوالي کې به له روغتون څخه تر رخصتیدو وروسته چېرته پناه وړي؟