افغانستان سویلي آسیا

ملګروملتونو له افغان کډوالو د پاکستان د ملاتړ غوښتنه وکړه

Afghanistan’s migrants in Pakistan. File photo.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغان کډوالو د جبري ایستلو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه وايي، ښایي افغانان له پاکستانه افغانستان ته د راستنېدو پر مهال له جدي خطر سره مخ شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستانه د زیانمنو افغانانو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي چې افغانستان له سخت بشري ناورین او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په برخه کې له ننګونو سره مخ دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه خبري غونډه کې ټینګار کړی، چې بې اسنادو ټول افغان کډوال به په تدریجي او منظم ډول وایستل شي.

منیژه یو کال مخکې د طالبانو له وېرې پاکستان ته وتښتېده او اوس د جبري شړلو له خطر سره مخ ده.

وايي، د جمهوري نظام له سقوط مخکې د (زن ډيزاين) په نوم د ټولنيز شرکت مسووله وه او له نورو مېرمنو سره يې په ګډه د ځينو سفارتونو لپاره جامې تیارولې.

مېرمن منیژه ټینګار کوي چې د امنیتي ستونزو له امله یې کابل پرېښی دی.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته ۶۰۰ زره کسان له افغانستانه وتلي او پاکستان ته تللي دي.

په دې وروستیو ورځو کې اسلام اباد د بې اسنادو کډوالو د نیولو لړۍ ګړندۍ کړې او د ټولو رستورانتونو، هوټلونو او کورونو مالکینو ته یې د افغان کډوالو د ایستلو امر کړی دی.

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې ښایي ډېری افغان کډوال د بېرته ستنېدو پر مهال په افغانستان کې له جدي خطر سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستانه د دغو کډوالو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ او د کډوالۍ د نړیوال سازمان د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت سره اوږدمهاله او پیاوړې همکاري لري او چمتو دي چې د خدماتو وړاندې کولو او د هغو کسانو په شمول چې بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري د افغانانو د ثبت او مدیریت لپاره د یوې هراړخیزې او دوامدارې پروسې په جوړولو کې مرسته وکړي.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې افغانستان له سخت بشري ناورین او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو له ننګونو سره مخ دی.

تر اوسه پاکستان د افغان کډوالو په اړه خپل دریځ نه دی نرم کړی.
په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د افغانستان بې اسناده کډوال به په تدریجي او منظم ډول وایستل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده زهرا بلوچ وايي: «دا پالیسي به د هر هیواد په ټولو خلکو پلي شي او په دې برخه کې هیڅ تبعیض نشته.»

له بلې خوا په ایران کې هم افغان کډوال په ویره کې ژوند کوي.

په دې وروستیو کې په دې ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، ښيي چې د جمعې په ورځ یو شمېر ایراني ځوانانو د قزوین ولایت په اقبالیه ښار کې د افغان کډوالو پر کورونو په تیږو او لرګیو برید کړی.

که څه هم ایراني پولیسو په دې تور د ۱۹ کسانو د نیولو اعلان کړی، خو په ایران کې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه هم اندېښنې زیاتې شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ شمېرې ورکړي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یو میلیون او ۶ سوه زره افغانانو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ایران ته پناه وړې ده.