۳۳ کاله وړاندې د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۷مه امریکا پر افغانستان خپل پوځي بریدونه پیل کړل او د خپل تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته ننوتله.
امریکا پر افغانستان د پوځي برید لامل د القاعده شبکې او د طالبانو ځپل بولي، خو د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا د ملي امنیت شورا راپورونه له افغانستان څخه د نړیوالې ترهګرۍ د ګواښ دوام او د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې بیانوي.
ځينې هېوادونه دا هم وايي چې د طالبانو تر سيوري لاندې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې فعاليتونه زيات شوي دي.
خو طالبانو نن ورځ د افغانستان په تاریخ کې توره ورځ بللې ده.
۳۳ کاله وړاندې، د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۷مه، د امریکا پوځونه د تاريخ تر ټولو اوږدې جګړې ته ننوتل.
د سپټمبر د ۱۱مې له خونړیو بریدونو یوه میاشت وروسته یې په افغانستان کې د دغه فرمان په امر پوځي عملیات پیل کړل.
د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبیلو بوش وايي: «د امریکا پوځ په افغانستان کې د القاعدې د ترهګرو پر روزنیزو کمپونو او د طالبانو د رژیم پر مرکزونو خپل بریدونه پیل کړي دي.”
دا بریدونه وروسته له هغه کېږي چې طالبانو د نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د اسامه بن لادن د سپارلو لپاره د امریکا غوښتنه رد کړه.
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي: «لومړی زموږ د امیرالمؤمنین [ملا عمر] د غیرت خبره وه چې په تاریخ کې یې مسلمانانو ته دا شرم پرې نښود چې یو مسلمان کافرو ته وسپارو. که دغه مسلمان په خپله خوښه هم له افغانستانه تللی وای، امریکا بیا هم پر افغانستان برید کاوه.»
د امریکا اوږدې جګړې او د امریکا تر ملاتړ لاندې دولت په شلو کلونو کې په لسګونو زره قربانیان لرل، خو بالاخره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره طالبان بیا واک ته ورسېدل. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپورونو پر بنسټ، له افغانستانه د نړیوالې ترهګرۍ ګواښ نه دی لیرې شوی او اوس نه یوازې القاعده، بلکې د داعش د خراسان څانګې په ګډون شاوخوا شل ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي.
پوځي کارپوه محمد رادمنش وايي: «د امنیتي ستونزو زیاتوالی ښيي چې له سیمهييزې همکارۍ پرته، طالبان د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې لپاره پروګرام نه لري.»
په تېرو دوو لسيزو کې د افغانستان د خلکو لپاره ډيموکراسي او ډېرې ازادۍ تضمين شوې، خو اوس هم په افغانستان کې د طالبانو د لومړي رژيم په څېر کيسې شته. د ښځو له کار، زده کړو او ځینو ټولنیزو فعالیتونو منع کول، مات اقتصاد، بشري بحران او سیاسي انزوا.
د طالبانو ویاند نن ورځ چې د هغو بریدونو سره برابره ده، چې د دوی د لومړي رژیم د نسکوریدو لامل شوه، یوه توره ورځ بللې ده. په داسې حال کې چې ډېری په ځانګړې توګه ښځې په دې باور دي چې د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې تورې ورځې را وګرځېدلې.