افغانستان سویلي آسیا

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده: حکومت د ناقانونه کډوالو د ایستلو هوډ لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړ، ټول افغان کډوال چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورغلي، په «پړاویز او منظم» ډول به وایستل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ جمعه د اکتوبر په شپږمه د خبري ناستې پرمهال دا څرګندونې کړې دي.

هغې وویل چې د استوګنې اسنادو نه لرونکو کډوالو د ایستلو لپاره پرېکړه «زموږ د کورنیو قوانینو پربنسټ» ده او حکومت یې د اجرا هوډ لري.

بلوچ زیاته کړې: «دا تګلاره پر ټولو وګړو چې د هر هېواد وي عملي کېږي او په دې برخه کې هېڅ توپیر نشته.»

بلوچ ددې په بیانولو سره چې ۱،۴ میلیونه قانوني افغان کډوال په دې طرحه کې نه شاملېږي، جوته کړه: «په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو لوړې کمېشنرۍ دوی ثبت کړي او دوی اسناد لروونکي ګڼل کېږي.»

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ د تلې په یوولسمه، په دې هېواد کې د میشتو ناقانونه کډوالو د ایستلو حکم صادر کړ چې په هغوي کې ۱،۷ میلیونه افغانان هم شامل دي.

دغو کډوالو ته د نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې وخت ورکړ شوی چې په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، پرته له هغې به په ډله‌ييز او جبري ډول وایستل شي.

دا په داسې حال کې دي چې له پاکستانه د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره ددغه هېواد پرېکړه له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې ده.