افغانستان

د بخښنې نړیوال سازمان: د افغان کډوالو جبري ستنېدل دوی له جدي خطر سره مخ کوي

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د «ناقانونه» کډوالو د وتلو لپاره د وخت د ټاکلو په هکله د پاکستان دولت د پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې افغانستان ته جبري ستنېدل کډوال له جدي خطر سره مخ کولای شي.

په سویلي آسیا کې د بخښنې نړیوال سازمان د سیمه ییز مدیر مرستیالې نادیا رحمان ویلي چې افغانان په پاکستان کې د طالبانو له ځورونې او شکنجې تښتېدلي او له خطره ډک ژوند لري.

رحمان زیاته کړې چې دا افغانان په پاکستان کې د کډوالو په توګه د نوم لیکنې لپاره باید سخت بهیر تېر کړي یا نورو هېوادونو ته د لېږدولو په موخه اوږدو پروسو ته په تمه شي.  

هغې ویلي: «په پاکستان کې افغانان لازیات ملاتړ ته چټکه اړتیا لري، ځکه هغه خنډونه او ځنډ چې د کډوالو د نوم لیکنې یا درېیم هېواد ته د لېږدولو په برخه کې ورسره مخ کېږي، دوی یې له ستونزو سره مخ کړي او د ځورونو له امله زیانمنېږي.»

رحمان زیاته کړې چې د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له دولته غواړي له افغان کډوالو تاریخي ملاتړ ته دوام ورکړي ترڅو د ایستلو له وېرې پرته په عزت ژوند وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان همداراز د کډوالو لپاره د ملګروملتونو له لوړې کمېشنرۍ غوښتي چې د افغان کډوالو د نوم لیکنې او غوښتنو ارزول ګړندي کړي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید له هغو وګړو د ملاتړ په اړه چې په افغانستان کې د ځورونو له وېرې تښتېدلي ژرترژره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

په پاکستان کې افغان کډوالو د نیولو او له دې هېواده د ایستلو له خطر سره مخ دي.

ویل کېږي چې په وروستیو ورځو پاکستاني پولیسو کابو زر تنه افغان کډوال نیولي دي.

د پاکستان دولت هم اعلان کړی چې «ناقانونه» کډوالو او پناه غوښتونکو ته یې د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي او له هغې وروسته به د پولیسو له خوا وایستل شي.