افغانستان

په هالنډ کې د افغانستان سفارت د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره د تعامل خبر ورکړ

په هالنډ کې د افغانستان سفارت په اعلامیه کې چې تېره ورځ خپره شوه راغلي، دا سفارت د افغانانو د ستونزو د هواري او د کونسلي خدماتو د وړاندې کولو په موخه د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره «تعامل» کوي.

دغه سفارت زیاته کړې چې اسناد د تایید لپاره په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته لېږي.

په هالند کې د افغانستان سفارت په بهر کې د هېواد د نورو استازولیو په شان د افغانستان د مخکیني حکومت د دیپلوماتانو په واک کې دی.

له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند ضیااحمد په وینا، په هالنډ کې د افغانستان سفارت به له دې وروسته د افغانانو لپاره کونسلي خدمات وړاندې کوي.

تراوسه څو هېوادونو له هغې جملې د سیمې هېوادونو د طالبانو سفیران منلي دي.

همداراز د تېر حکومت ځینې دیپلوماتان هم له طالبانو حکم ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې دي چې تراوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

په تېرو ورځو کې په هند کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو په نوي ډیلي کې د خپل کار د پاي ته رسېدو خبر ورکړ.

دغه سفارت ددې سیاسي استازولۍ له کارکوونکو سره د کوربه هېواد د دولت نه همکاري ددغې پرېکړې مهم لامل وباله.

له بله پلوه، طالبانو په ترکیه کې د افغانستان د سفارت لپاره څو تازه دیپلوماتان معرفي کړي دي.