ویډیوګانې

د ۱۴۰۲ د تلې یوولسمه د ۱۰ بجو خبرونه

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو د استازو له خوا اداره کېږي په یوه بیانیه کې د څلورو افغانانو د مړو د موندلو خبر ورکړی چې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي وو.

دغه سفارت پر ایکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د پاکستان په ښارونو کې د افغانانو د نیولو بهیر روان دی او په دې لړ کې کابو زر تنه نیول شوي دي. ددغه سفارت په وینا، پاکستاني پولیسو ۴۸۵ تنه چې د کډوالۍ سندونه یې هم لرل نیولي دي.