افغانستان سویلي آسیا

په پاکستان کې د افغان کډوالو د «خپلسري» نیونو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان اندېښنه

Afghanistan’s migrants in Pakistan. File photo.

د بخښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر «خپلسرو» نیونو اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وکړي.

دغه سازمان پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي: «ډېری افغانان چې د طالبانو د ځورونې او تعقیب په وېره یې ژوند کاوه پاکستان ته تښتېدلي؛ خو هلته د خپلسرو نیولو او ایستلو له ګواښ سره مخ شوي دي.»

د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړې: «دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته د نړیوالو له خوا پام نه کېږي.»

دا په داسې حال کې دي چې تېره ورځ د پاکستان اکسپرس تریبیون ورځپانې راپوټ ورکړی چې د دغه هېواد د پلازمیني اسلام آباد په بهاره کهو، ترنول، مهرآباد، ګلره او شمس کالونۍ سیمو کې د پولیسو د عملیاتو پرمهال ۸۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي.

ددغه راپور پر بنسټ، کابو نیمايي نیول شوي کسان د دوی د قانوني اسنادو له تایید وروسته بېرته خوشي شوي دي. خو ۳۷۵ نور کډوال چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، ټاکل شوې پولې ته ولېږدول او له دې هېواده وایستل شي.

پاکستاني پولیسو په داسې حال کې افغان کډوال نیولي چې څو ورځې مخکې د پاکستان د موقت حکومت کابینې پرېکړه وکړه د افغانانو په ګډون ټول ناقانونه کډوال له دې هېواده وباسي.

د رپوټونو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته کابو ۴۰۰ زره افغانان په ناقانونه توګه پاکستان ته تللي او کابو ۷۰۰ زره نورو له وړاندې له قانوني اسنادو پرته په دې هېواد کې ژوند کاوه.

د پاکستان حکومت ویلي چې د یو میلیون او سل زره افغان کډوالو د ایستلو زمینه به برابره کړي.