د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د مرستو کمښت به په افغانستان کې تر ډېره ماشومان او ښځې زیانمنې کړي.
دې بنسټ په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي چې د نړیوالو مرستو کمېدل به د دې لامل شي چې په افغانستان کې یو میلیون میندې او ماشومان له خوراکي مرستو بې برخې شي.
له دې سره هم مهاله، د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو له راتګ سره په هېواد کې د فقر او لوږې کچه لوړه شوې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت له امله سږ کال په افغانستان کې له لسو میلیونو خلکو سره مرستې بندې کړې دي.
په تر ټولو تازه مورد کې، دې ادارې خبرداری ورکړی چې د بودیجې کموالی به د افغانستان ښځو او ماشومانو ته زیان ورسوي.
دغې ادارې په اېکس ټولنیزه شبکه کې د ژمي له رارسېدو مخکې له مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د مواصلاتي لارو تړل کېدو لپاره وخت ډېر لږ دی.
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی، چې سږ کال، په ۵۱ هېوادونو کې ۴۰ میلیونه وګړي د لوږې له بېړنۍ کچې سره مخ دي، چې له دې ډلې یوازې ۱۵ میلیونه یې په افغانستان کې دي.
یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د مرستو کموالی به په افغانستان کې انساني بحران لا زیات کړي.
ملګرو ملتونو د هغو افغانانو شمېر چې مرستو ته اړتیا لري له ۲۹ میلیونو ډېر اعلان کړی دی.
د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو له راتګ سره په افغانستان کې د فقر او لوږې ستونزه زیاته شوې ده.
د بشري حقونو د څار ادارې هم ویلي چې د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونو په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر ننګولی دی.
د دغې ادارې د اسيايي څانګې مرستيال وايي، چې په افغانستان کې مرستندويه موسسې د خپلو کارونو د دوام په تړاو په کړکېچن حالت کې دي.