ورزش

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د تمریني لوبو لپاره تاجکستان ته ولاړه

د نړیوال جام مقدماتي او آسیا د ملتونو جام د لومړي پړاو سیالیو لپاره د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پروګرام اعلان شو.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام مقدماتي سیالیو په لومړي پړاو او آسیا د ملتونو جام په دوو لوبو کې له مغولستان سره د لوبې ډګر ته ورځي.

د هېواد ملي لوبغاړي د تیاري کمپ لپاره د یکشنبې په ورځ تاجکستان ته ولاړل او د اکټوبر پر ۱۲ به د دوشنبه ښار په مرکزي لوبغالي کې له مغلوستان سره لوبه وکړي.

افغان فوټبال لوبډله به له دې لوبې وروسته مغولستان ته ولاړه شي او د تلې په ۲۵مه به د دې لوبډلې په وړاندې سیالي وکړي.