افغانستان

په هند کې د افغانستان د سفارت فعالیت ودرول شو

په نوي ډيلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي پر ایکس ټولنیزه شبکه د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی چې دغه سفارت د یکشنبې په ورځ خپل فعالیت بندوي.

په دې اعلامیه کې د چارو په پرمخ بیولو په تېره بیا ددغه سفارت د دیپلوماتانو د وېزو پر وخت ته تمدیدول، په هند کې افغانانو ته د دیپلوماتیکو خدماتو نه وړاندې کول، د کارکوونکو د شمېر کمول او د روځنیو چارو د پرمخ بیولو لپاره د سرچینو نشتوالی په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت فعالیت د درېدو لاملونه یاد شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د روسیې، چین، ایران، ترکیې او پاکستان په شان ځینو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه طالبانو ته وسپارل شول.