د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز تېره ورځ په برلین ښار کې د منځنۍ آسیا د مشرانو کوربه و.
ددې ناستې ګډون والو د یوه امن، باثباته او سوکاله هېواد په توګه د افغانستان له پرمختګ سره خپله ژمنه څرګنده کړه.
په دې ناسته کې د جرمني لومړي وزیر، د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف، د قرغستان ولسمشر صدیر ژاپاروف، د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان، د ترکمنستان د خلکو ولسي شورا رییس قربانقلي بردي محمداف، او د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ګډون درلود.
په دې ناسته کې حاضرو مشرانو په تېرو درېیو لسیزو کې د ديپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت له وخته د منځنۍ اسیا هېوادونو او جرمني ترمنځ اړیکو له ټینګښته هرکلی وکړ.
ددې ناستې په وروستۍ بیانیه کې راغلي: «مشرانو د یوه امن، سوله ییز، باثباته او سوکاله هېواد په توګه چې له بشري حقونو او د ټولو افغانانو له اساسي آزادیو په تېره بیا د ښځو، نجونو او قومي ډلو آزادیو ملاتړ وکړي د افغانستان د پرمختګ لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.»
ددې بیانیې له مخې، «دوی په اصولي بڼه، د نړیوالو قوانینو او پېژندل شویو اصولو له مخې له افغانانو سره د بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو لپاره د نړیوالې ټولنې له هڅو ستاینه وکړه.»
دغو مشرانو په سیمه کې د یو ان ډي پي او تخصصي روزنیزو پروګرامونو له بېلابېلو پروژو او همداراز د دولتونو او مرستندویه بنسټونو له خوا له دغو طرحو د مالي ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ.
ددغې اعلامیې پربنسټ، دغو مشرانو همداراز د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو په ګډون د ټولګډونه دولت پر جوړېدو او د ټولو افغانانو بشري حقونو او اساسي آزادیو ته پر درناوي او په افغانستان کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره پر اقتصادي ودې ټینګار وکړ.
د قراقستان ولسمشر په دغه کتنه کې په ځانګړې توګه د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړې او وې ویل: «په دغه هېواد کې د انساني ناورین د رامنځته کېدو د مخینوي لپاره د نړیوالې ټولنې په تېره بیا د منځنۍ آسیا هېوادونو له هڅو ملاتړ اړین دی.»
هغه په دې اړه په آلماتي کې د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سیمهیيز پراختیايي مرکز د جوړولو اړتیا ته اشاره وکړه.