افغانستان

د «مسکو فارمټ» ناستې وروستۍ اعلامیه او له دې غونډې د طالبانو تش لاس ستنېدل

د مسکو فارمټ غونډې په وروستۍ اعلامیه کې د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي چې د یو ټول ګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی او اړتیا ده چې طالبان د یوه ځواب ویونکي او مسوول حکومت د جوړولو لپاره له سیاسي او قومي قوتونو سره خبرې اترې وکړي. د سیمې هېوادونو همدارنګه په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو له پراخېدو اندېښنه وښوده او له طالبانو یې وغوښتل چې په افغانستان کې هغهترهګرې ډلې له منځه یوسي چې سیمې ته ګواښ پېښوي.

د بشري حقونو تامین او د ښځو پر زده کړو او کار د محدودیتونو په اړه اندیښنه د مسکو فارمټ د اعلامیې بله برخه ده. یو شمېر کارپوهان وايي چې دا غونډه د طالبانو لپاره له کومې لاسته راوړنې پرته پای ته ورسېده.

د مسکو فارمټ غونډې وروستۍ اعلامیه له طالبانو د غوښتنو یو نوملړ لري؛
د نړیوالې ټولنې او سیمې او حتی د هغو هېوادونو اندېښنې او غوښتنې چې له طالبانو سره په نږدې اړیکو کې دي، چې په تېرو دوو کلونو کې نه دي پوره شوي.

په دې اعلامیه کې څو سختو مواردو ته اشاره شوې ده. لومړی، په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو له پراخېدو اندېښنه ښودل شوې ده او له طالبانو غوښل شوي چې په افغانستان کې هغه ترهګرې ډلې له منځه یوسي چې سیمې ته ګواښ پېښوي. دویم، د ټول ګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار شوی دی.

درېیم، د بشري حقونو وضعیت او د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنه او په پای کې له طالبانو غوښتل شوي چې د نشه یي توکو د تولید او قاچاق مخه ونیسي.

د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال محمد علم ایزد یار وايي: «حتی د طالبانو ملاتړي هېوادونو خپل اعتراض د هغه څه اړه چې په افغانستان کې تیریږی او هغه ګواښونه چې له افغانستانه سیمې او دغو هېوادونو ته ورپېښ دي، پورته کړي دي، نو د دوی د رسمیت پېژندلو لپاره هېڅ ځای نه دی پاتې.»

که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ غونډه کې وویل، چې سیمه دې د حکومت د څرنګوالي په اړه دوی ته نسخې نه لیکي، خو د سیمې هېوادونو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ریښتیني ټول ګډونه حکومت په جوړولو کې کوم پرمختګ نه دی شوی. او اړتیا ده چې طالبان د یوه ټول ګډونه او مسؤل حکومت د رامنځته کولو لپاره له سیاسي – قومي ډلو سره عملي او پایله لرونکې خبرې اترې پیل کړي. هغه څه چې د یو شمېر هېوادونو له خوا طالبانو ته مشروعیت ته د رسیدو لپاره یوه لاره ګڼل کیږي.

سیاسي فعال برنا صالحي وايي: «هغه څه چې دلته تر لاسه شول، شاید د روسانو او ایرانیانو لپاره وي، چې لږ تر لږه یې دا وښودله چې دوی له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او په یو ډول یې امریکا سره له نږدې کېدو طالبانو ته خبرداری ورکړ او تمه یې وښوده چې طالبان به تر ډېره پر سیمه ییزو حل لارو تمرکز وکړي.»

د مسکو فارمټ غونډه کې د افغانستان په اړه د ګڼو نورو غونډو په څېر هم د ښځو لپاره کومه څوکۍ نه وه ځانګړې شوې. که څه هم هېوادونو د طالبانو له خوا پر ښځو د محدودیتونو او له بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه وښوده، خو ښځې وايي، یوازې د اندېښنې څرګندول کافي نه دي او عملي ګام ته اړتیا ده.

د ښځو حقونو فعاله مسعوده کوهستاني وايي: «دا غونډې د ښځو له شتون پرته د منلو وړ نه دي او دا په ښکاره له ترهګرو ډلو د دوی د ملاتړ او د افغانستان له شریفو خلکو سره دښمني څرګندوي.»

روسیې، ایران، هند، چین، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان او ازبکستان د ګډونوالو په توګه او طالبان او د یو شمېر هېوادونو استازو د مسکو فارمټ غونډه کې د مېلمنو په توګه حضور درلود. تاجکستان هم چې د غونډې غړی و، وروستۍ اعلامیې سره یې موافقه ونه ښوده. یو شمېر کارپوهان وايي، چې د سیمه ییزو غوښتنو ساتل طالبان تش لاس پاتې دي.