ښځې ورزش

له هېواده بهر د افغان نجونو والیبال لوبډله د چین په آسیايي سیالیو کې د ګډون لپاره تیاری نیسي  

هغه نجونې چې په جلاوطنۍ په تېره بیا په آسیايي هېوادونو کې ژوند کوي، د طالبانو د تمې خلاف د چین په یوه سپورتي کلپ کې چمتو کېږي ترڅو د شنبې په ورځ په آسیایي لوبو کې د قزاقستاني لوبغاړو په وړاندې د لوبې ډګر ته ورشي.

ښایي په دغو سیالیو کې د دوی د خوښې وړ پایله ترلاسه کولو ورسته ګران کار وي، خو د دوی مسوول وايي چې په نوموړو سیالیو کې ددغو نجونو ګډون د سپورتي پيغام ترڅنګ، سیاسي پيغام هم له ځان سره لري.

دبیرکل فدراسیون والیبال افغانستان خوشحال ملکزی وايي: «په اصل کې زموږ او همداراز نجونو لپاره مهم ټکی دا دی چې په دغه راز سیالیو کې ګډون او دې ځای ته راتلو دوی راتلونکي ته هیله منې کوي او د هغه نجونې چې د ننه په افغانستان او بهر کې دي، باید پوه شي داسې کسان شته چې لا هم ترې ملاتړ کوي.»

دغه لوبغاړې وایي، هڅه کوي ترڅو نړیوالو ته وښيي افغان نجونې لا هم د غوره ورځو هیله‌منې دي او هڅې کوي.

یوه لوبغاړې مرسل وايي: «دا زما تر ټولو لویه هیله ده چې یوه ورځ هره ښځه او نجلۍ وکولای شي په خپله هېواد کې مو په آرام چاپېریال کې ورزش وکړي.»

دغه نجونې له قزاقستان، جاپان او هانګ کانګ سره په یوه ګروپ کې دي.

ډېری دا نجونې وايي، له هغې وروسته چې طالبانو د دوی د ورزش مخنیوی وکړ، له مجبوریته یې ګاونډیو هېوادونو ته پناه یووړه ترڅو خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي.

لوبغاړې نګین محمدي وايي: «زه ډېره خوشحاله یم چې دلته یم او همداراز ډېره لیوالتیا لرم، ځکه دا لومړی ځل دی چې د چین د لوړې کچې په سیالیو کې ګډون کوم.»

دوی وایي خپل کور ته د ستنېدو لپاره په کمې هیله مندۍ، په جلاوطنۍ کې له پراخو ننګونو سره ژوند تېروي او اوس غواړي په داسې هېواد کې د میلیونونه ښځو او نجونو لپاره هیله واوسي چې نه د ورزش اجازه لري او نه هم د کار او زده کړو!