د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د ښځو او نجونو زده کړه او کار چې د تېرې ورځې د ملګروملتونو د امنیت شورا د ناستې چورلیز و «دوه کوچنۍ کورنۍ موضوع ګانې» بللې او ویلي یې دي په دې ناسته کې «په افغانستان کې د امنیت، سولې او ثبات، اقتصادي پرمختګ او نورو مسایلو» په اړه تمرکز نه دی شوی.
د هغه په وینا، په دې ناسته کې باید د بندیزونو پر لیرې کولو او د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادولو ټینګار شوی وای.
دا په داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د بریتانیا استازي ټینګار وکړ چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو مسله «باید د بحث وړ موضوع نه وي.»
په دغه ناسته کې همداراز د ښځو په وړاندې د طالبانو پر سیاستونو هم نیوکه وشوه.