افغانستان ښځې

د مېرمن نېکبختې د ژوند کیسه؛ هغه ښځه چې د خپل عُمر ۲۵ کاله یې د وروڼو په بند کې تېر کړي وو

نیکبخته هغه ښځه چې ویل کیږي پینځه ویشت کاله یې د خپلو وروڼو په بند کې په یوه کوټه کې تیر کړي وو، د ګاونډیانو له خبر وروسته له دې زندانه وژغورل شوه.

د ۵۰ کلنې نېکبختې ګاونډیان وايي، چې د دې ښځې په کور کې ماشومان د لوبو پر مهال پوه شول، چې په دې ځای کې یوه لیونۍ ښځه ده، خو له پلټنو وروسته معلومه شوه، چې هغه د خپلو وروڼو له خوا زنداني شوې ده.
ډاکټران وايي چې د نیکبختې روغتیايي حالت مخ په ښه کېدو دی.

نېکبخته د هغې ښځې نوم دی چې د خپل نوم برعکس ډېره نېکبخته هم نه وه.

لکه څنګه چې ویل کیږي، هغې د خپل ۵۰ کلن ژوند نیمایي برخه د کابل ښار د وزیر اباد د څلورو کلاګانو په څنډه کې په دې تیاره او ویجاړه خونه کې تیره کړې.

د سیمې اوسېدونکی خادم حسین حسیني وايي: «ماشومان چې دې کور ته راغلل، ويل یې دلته يوه “ليونۍ” ده. موږ راغلو او له نږدې مو وليدل چې “ليونۍ” نه ده، دا بندي شوې ده او د سیمې چارواکو ته مو خبر ورکړ.»
طالبانو د نیکبختې څلور وروڼه نیولي دي.

حسیني زیاتوي: «وروڼه یې له خلکو سره ډېر تګ راتګ نه کاوه او ويل يې چې دلته يوه لېونۍ ده او موږ خپل وطن ته لېږلې ده.»

نیکبخته اوس په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

وزیر محمد اکبر خان روغتون کې ډاکټره رویا بهزاد وايي: «په لومړۍ ورځ چې راغله، په هوښ نه وه او خبرې يې کولی نه شوې. اوس يې حالت ښه شوى کولاى شي، خبرې وکړي ډوډۍ وخوري او کېني.»

د نېکبختې ورور وايي، چې کلونه وړاندې يې خور له مېړه تر جلا کېدو وروسته د ده کور ته پناه راوړه. د هغې ګاونډیان وايي، چې د نیکبختې یو ورور غلام سخي د نوموړې په زنداني کولو غوښتل، د هغې له مېړه یې د بېلتون غچ واخلي.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې نړۍ د جمهوري نظام په شل کلنه موده کې په افغانستان کې د ښځو دوضعیت د ښه والي لپاره په میلیونونو ډالر ولګول. او اوس طالبانو له ښځو د زده کړو او کار حق اخیستی دی.