د خوړو نړيوال پروګرام سيمه ييز مسوول وايي چې مرستندويان دې د انسانيت په خاطر ګام پورته کړي او د افغانستان له خلکو سره دې مرسته وکړي.
جان ایلیف یو ځل بیا په افغانستان کې له میلیونونو خلکو سره د دغه سازمان د مرستو د دوام لپاره د مالي مرستو غوښتونکی شو.
نوموړی ټینګار کوي چې د خوړو نړیوال پروګرام له بې ساري مالي بحران سره مخ دی او افغان وګړي به په راتلونکي ژمي کې له ستونزو سره مخ شي.
د ژمي په رانږدې کېدو سره د خوړو نړیوال پروګرام له مرستندویانو غوښتي چې له افغانستانه لیرې نه شي او د دغه هېواد له وګړو سره مرسته وکړي.
جان ایلیف وایي: «موږ نه باید له افغانستان لیرې شو، مرسته کوونکي باید د انسانیت لپاره ګام پورته کړي. موږ باید د افغانستان د راتلونکي لپاره پانګونه وکړو.»
د طالبانو د اقتصاد وزارت د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال په مرغومي میاشت کې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ او د دې پرېکړې په غبرګون کې یو شمېر مرستندویه بنسټونو په هېواد کې خپل فعالیتونه وځنډول.
او په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار د بندیز په اړه د طالبانو پرېکړې د مرستو د رسولو پر بهیر ناوړه اغېز وکړ.
د هېواد يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د بېوزلۍ او بېکارۍ له ستونزې سره مخ دي او خپلو کورنيو لپاره د ډوډۍ پيدا کولو توان نه لري
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نړیوالې ټولنې خپلې پراختیایي مرستې چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې افغانانو ته د کار زمینه برابروله، بندې کړې.
یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي، چې که له افغانستان سره بشري مرستې هم بندې شي، په هېواد کې به یو ناورین رامنځته شي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې مرستو ته اړتیا لري نږدې ۲۹ میلیونه ښوودلی دی.
خو هغه مرستې چې اوس د خوړو نړیوال پروګرام له خوا وړاندې کېږي، یوازې درې میلیونه وګړي ترې ګټه پورته کوي.