محمد داوود سیاووش چې د خبریال، څېړونکي، لیکوال او شاعر په توګه یادېږي د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته یې جرمني ته پناه یوړه.
چهارشنبه ماښام بکتاش سیاووس پر خپله فېسبوکپاڼه د خپل پلار د مړینې خبر خپور کړ او وېلیکل چې پلار یې له درېیو ورځو بېدرکه کېدو وروسته په مرموز ډول مړ شوی دی.
د جرمني پولیسو د دې پېښې په اړه د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.
خبریال مجیب خلوتګر وايي: «محمد داوود سیاووش په افغانستان کې د آزادو رسنیو له بنسټ اېښودونکو و. هغه له یو شمېر نورو فرهنګیانو سره په افغانستان کې د اونۍ اخبار اونیزې بنسټ کېښود.»
محمد داوود سیاووش له څه د پاسه دوو کلونو راهیسې چې زوی یې یما سیاووش په یوه چاودنه کې ووژل شو، په کورنۍ او نړیواله کچه محکمې ته د خپل زوی د قتل د عاملینو د حاضرولو هڅه کوله، خو په دې موده کې یې هېڅکله د کوم بنسټ یا هېواد له خوا روښانه ځواب ترلاسه نه کړ.
د جرمني ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې تر اوسه د ښاغلي سیاووش پر ځان د تاوتریخوالي کومه نښه نه لیدل کېږي.
خبریال صدیقالله توحیدي وايي: «داوود سیاووش د سباوون مجلې، اخبار هفته او د جمهوریت په دوره کې د ارمغان اونیزې مسوول مدیر او د امتیاز خاوندن و، هڅاند او عارف و چې ډېر عمر یې په دې وروستیو کې د مولانا د آثارو په لوستلو کې تېر کړ.»
محمد داوود سیاووش په تېرو څلورو لسیزو کې د خبریالۍ، ادبیاتو او کلتور په برخه کې یوه فعاله څېره وه.
د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړی بنسټ یا نی هم د جرمني له دولت څخه غواړي، چې د ښاغلي سیاووش د مړینې د څرنګوالي په تړاو هر اړخیزې څېړنې ترسره او پایلې یې له افغانانو سره شریکې کړي.