افغانستان ښځې

د نړۍ او اسلامي هېوادونو مشرانو ته له زده کړو بې برخې شویو زرو نجونو لیک

کابو زرو افغان نجونو چې له زده کړو او تحصیل څخه بې برخې شوې د نړۍ او اسلامي هېوادونو مشرانو ته په یوه لیک کې ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې له زده کړو مخنیوي دوی له زده کړو نه بلکې له ټولنې لیرې ساتلې دي.

د افغانستان له ۲۱ ولایتونو او په ایران او پاکستان کې یو شمېر نجونو دا لیک له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو د مخنیوي د دوهمې کلیزې له امله لیکلی ټینګار یې کړی: «موږ ځانونه ماتې خوړلې او په قفس کې حس کوو، ډېرې ناهیلې شوې یو او د خپل ناڅرګند راتلونکي په اړه اندېښنه لرو.»

له تحصیل څخه دغه پاتې شوې نجونې وايي چې له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو له مخنیوي وروسته د ځانوژنو، په کم عمر کې د ودونو او مرموزو وژنو شاهدانې وو.

ددې لیک لاسلیک کوونکې له نړیوالو بنسټونو، اسلامي هېوادونو، ملګروملتونو او غړو هېوادونو یې غوښتي چې د افغان نجونو او د زده کړو د دفاع کوونکو ترڅنګ ودرېږي او له هغوی په ملاتړ سره د دوی مشروع غږ پياوړی کړی.

له همدې امله د ملګروملتونو عمومي منشي پر ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل دوشنبې (د وږي په ۲۷مه) په افغانستان کې له زده کړو له شپږم ټولګي پورته نجونو د مخنیوي دوه کاله پوره شول.

هغه زیاته کړې چې دا له بشري حقونو نه توجیه کېدونکې سرغړونه ده چې د ټول افغانستان لپاره اوږدمهاله زیانونه لري.

نوموړي همداراز ویلي: «نجونې په ښوونځي پورې اړوند دي، اجازه ورکړئ چې ښوونځي ته ولاړې شي.»

د بښنې نړیوال سازمان هم په یوه پيغام کې چې له زده کړو د نجونو د بې برخې کېدو د دوهمې کلیزې له امله یې خپور کړی لیکلي په تېرو دوو کلونو د زرګونه افغان نجونو راتلونکی له خطر سره مخ شوی دی.

دغه بنسټ زیاته کړه، افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې پکې ښوونځي ته د تل اجازه نه لري.

د بښنې نړیوال بنسټ ویلي چې طالبان باید ځواب ویونکي وي.

دغه سازمان زیاته کړې: «موږ همدا اوس باید اقدام وکړو، له طالبانو وغواړئ ترڅو ژر ترژره له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي.»

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته تلو بې برخې شوې دي.

افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې پکې د زده کړو له حقه بې برخې دي.