له نن دوه کاله وړاندې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي وتړل. يو شمېر نجونې زده کوونکي وايي، چې د ښوونځيو په تړل کېدو سره نه يوازې له زده کړو بې برخې شوې، بلکې له یوې سرپناه، د زر واده نه کولو له پلمې او د یوه روښانه راتلونکي د جوړېدو لپاره له هيلو هم بې برخې شوې. د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړلو سره د هغوی نړۍ هم په تیاره کې ډوبه شوه.
