افغانستان

حنفي: د ښځو لپاره حجاب له خپلو حقونو د دوی «بې برخې کول» نه دي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی المنکر سرپرست وزیر وايي، چې پر ښځو د اسلامي حجاب د مراعاتولو امر له حقونو د هغوی د محرومیت په مانا نه دي.

د طالبانو دغه لوړ پوړی چارواکی د مجازاتو پر تطبیق ټینګار کوي او وايي په هغه نظام کې چې مکافات او مجازات نه وي، اسلامي نظام نه دی.
خو د ښځو حقونو فعالان وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې ښځو خپل ټول حقونه له لاسه ورکړي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د طالبانو له خوا د ښځو حقونه او ازادي محدودېږي.

په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند د ژورو بدلونونو شاهد وو.

نه ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه لري، نه هم کار او تفریح ​​ځایونو ته د تګ. وايي د زندانیانو په څېر خپل ژوند ته دوام ورکوي چې د تېښتې لپاره په مخکې هېڅ لاره هم نه لري.

خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست په بدخشان کې په یوه غونډه کې وایي چې د ښځو حقونه نه دي تر پښو لاندې شوي.

نوموړی زیاتوي: «کله چې امر بالمعروف حجاب نافذوي، که داسې فکر کوي چې دا د ښځو له حقونو سرغړونه ده او هغوی له حقونو بې برخې کیږي، تاسو مهرباني وکړئ، چې د بشري حقونو په نوم دا دعوه په ځای ده یا بې ځای ده؟” بې ځایه ده. اسلامي نظام نه غواړي او زموږ کلتور او ستاسو کلتور هم نه غواړي چې یو اجنبي په یوه څوکۍ کې د بل اجنبي سره په پتلون او دریشي کې ناست وي.»

خو د دغو څرګندونو خلاف ښځې په دې باور دي، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د دوی ازادۍ او حقونه ترې اخیستي او افغانستان په نړۍ کې لومړنی هېواد دی، چې ښځې او نجونې په کې د زده کړو حق نه لري.

یوه زده کوونکې مریم وايي: «زه په ۱۱ ټولګي کې وم او د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه یم. زه غواړم زده کړې وکړم څو خپلې ټولنې ته خدمت وکړم.»

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر د مجازاتو پر تطبیق ټینګار کوي.

محمد خالد حنفي وايي: «په هغه نظام کې چې مکافات او مجازات نه وي، هغه نظام اسلامي نظام نه دی.»

د ښځو یوه مهمه نیوکه په افغانستان کې د نړۍ له خوا پر ښځو د طالبانو د تبعیضي سیاستونو ير وړاندې بې پامي ده. له نړۍ د دړی غوښتنې داسې دي.

د ښځو حقونو فعاله زرمینه پریاني وايي: «راشئ نن زموږ تر څنګ ودریږئ او اجازه مه ورکوئ چې یوه ترهګره ډله هره ورځ پر موږ ظلم وکړي.»

ملګرو ملتونو ویلي، په تېرو دوو کلونو کې طالبانو له پنځوسو ډېر داسې فرمانونه صادر کړي چې پر بنسټ یې د ښځو ازادي او حقونه ترې اخیستل شوي او یا هم محدود شوي دي.

په دې موده کې لیدل شوي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو د کمولو لپاره د هیڅ لوري غوښتنې ته پام نه دی کړی.