افغانستان

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته به د سپتمبر په نهه‌ویشتمه جوړه شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا وایي چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته به د سپتمبر په ۲۹مه نېټه په کازان ښار کې ترسره شي.

سپوتنیک په دې اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا له قوله لیکلي: «زه غواړم د افغانستان په هکله د ناستې ترسره کېدل تایید کړم چې د سپتمبر په ۲۹مه به په کازان کې ترسره شي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې چې د ختیځ د اقتصادي مجمع د راپور په څنډه کې یې خبرې کولې زیاته کړه: «د افغاستان په اړه مسکو د مشورتي فارمټ پنځمه ناسته به د سیمې د اصلي لوبغاړو په ګډون ترسره شي.»

زاخارووا زیاته کړه: «ټاکل شوې په دې ناسته کې د افغانستان د اوسني وضعیت، د بین الافغاني روغې جوړې، د سیمې امنیت د ټینګښت او له جګړې وروسته بیارغونې په اړه خبرې وشي او تمه کېږي له دې پېښې وروسته د لوریو ګډه بیانیه تصویب شي.»