افغانستان ښځې

په کانکور آزموینه کې د نه ګډون له امله د زرګونه افغان نجونو مړاوې هیلې

د سږ کال کانکور کې نجونو ګډون نه درلود له همدې امله د پایلو د اعلان په نوملړ کې د هېڅ یوې نجلۍ نوم نه لیدل کېږي.

په داسې حال کې چې په وروستیو کالونو کې، نجونو په کانکور کې تر ټولو ډېرې نمرې ترلاسه کولې.

له دولسم ټولګې یو شمېر فارغې نجونې چې غوښتل یې د سږ کال کانکور کې ګډون وکړي آمو ته وایي، چې له زده کړو د هغوی راګرځول هېڅ دیني توجیه نه لري.

وایي تراوسه د بدلون په هیله او په دې هیله چې وکولی شي کانکور کې ګډون وکړي درس وایي.

ثمرن د هرات له یوه ښوونځي د عمومي اول نمرې په توګه فارغه شوې ده. هغه وایي نن چې د کانکور ازموینې پایلو د اعلان ورځ ده، د هغې لپاره د ژوند تر ټولو دردوونکې او سخته ورځ ده.

د ثمرن په څېر نورې نجونې هم د افغانستان د سږ کال کانکور له غوښتونکو څخه وې، خو طالبان په کانکور کې د هغوی د ګډون خنډ شول.

په داسې حال کې چې تېر کال هم د ۱۴۰۱ کال کانکور لس غوره کسانو کې د هېڅ یوې نجلۍ نوم نه وو، خو نجونو زده کوونکو د ناهیلیو سربېره د خپل تحصیلي او کاري راتلونکې په اړه د ۱۴۰۲ روان کال کانکور لپاره چمتوالی نیولی وو. خو طالبانو په کانکور ازموینه کې د ګډون اجازه ور نه کړه او دوی ته یې د ګډون کارتونه ونه وېشل.

طالبانو په کانکور کې نجونو ته د اجازې نه ورکولو سربېره، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ هم د ښوونځیو دروازې تړلې دي. همدا راز یې د ښځې زده کړې بندې کړي او په نادولتي ادارو کې یې د ښځو پر دندو هم بندیز لګولی.

په وروستي مورد کې یې هم ټول ښځينه سینګارتونونه وتړل او بند امیر ته یې د ښځو پر تګ هم بندیز ولګاوه.

Photo: Reuters

یو شمېر ښځو نن په کابل کې د دې ټولو بندیزونو په غبرګون کې اعتراض وکړ.

په ۱۴۰۰م کال او د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې په وروستي کانکور کې، له کابل ولایت څخه سلګۍ باران د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام خپل کړی و.

تر هغه یو کال مخکې په ۱۳۹۹م کال کې تهمینه پاینده او شهره قادري پوهنتونونو ته د بریالیو کسانو د نوملړ په سر کې وې.

خو سږ کال پوهنتونونو ته د بریالیو کسانو په نوملړ کې، د نجونو نومونه نه لیدل کېږي.