افغانستان

د ۱۴۰۴ کال د کانکور آزموینې پایلې اعلان شوې؛ د فراه ولایت محمود اول نمره شو

نن سهار د طالبانو تر ادارې لاندې د آزموینې ادارې د ۱۴۰۲ کال د کانکور آزموینې پایلې اعلان کړې.

ددغو پایلو له مخې:

۱.  له فراه ولایت څخه محمود د عبدالجمیل زوی د ۳۵۹ نمرو په ترلاسه کولو اول نمره

۲.  له کابل څخه عباس د محمد غني زوی د ۳۵۷ نمرو په اخیستو دوهم نمره

۳.  له کابل څخه عبدالباعث د محمد نذیر زوی د ۳۵۵ نمرو په ترلاسه کولو درېیم نمره

۴.  له غزني څخه شفیع‌الله د ولي جان زوی د ۳۵۴ نمرو په ترلاسه کولو څلورم نمره

۵.  له کابل څخه حشمت‌الله د نظراب‌شاه زوی د ۳۵۲ نمرو په اخیستو پنځم نمره

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو نجونو زده کوونکو ته په کانکور آزموینه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

د طالبانو مسوولین وايي چې د سږ کال په کانکور آزموینه کې څه د پاسه ۸۸ زره تنو ګډون کړی و چې د طالبانو په وینا له دې جملې ۸۲ زره پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته بریالي شوي دی.

په هغو مراسمو کې چې طالبانو نن د کانکور آزموینې د پایلو د اعلانولو په اړه جوړ کړي وو، د دوي مسوولینو په دې اړه چې ولې یې نجونو ته په آزموینه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې، څه ونه ویل.