د بخښنې نړیوال سازمان تازه یوه عدالت غوښتنه پيل کړې چې تراوسه په ټوله نړۍ کې ۱۹۸ زره تنه له دغې عدالت غوښتنې سره یو ځای شوي دي.
په دغه عدالت غوښتنه کې له طالبانو غوښتل شوي چې ژرترژره په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه پای ته ورسوي او د ښځو او نجونو حقونه ورکړي.
همداراز د ټولو افغانانو لپاره د بیان آزادۍ حق خوندي کړي او له بشري حقونو د سرغړونې د موردونو په هکله د عدالت د ټینګولو په موخه، رڼې څېړنیزې لارې چارې رامنځته کړي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې ددې عدالت غوښتنې په رامنځته کولو سره د «په آزادۍ او برابرۍ کې د ژوند لپاره» د افغانستان د خلکو له حقه دفاع وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان له نړۍ وغوښتل چې د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.
د بښنې نړیوال سازمان په ايکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په توله نړۍ کې ۱۹۸ زره او ۶۱۲ تنو یو لیک لاسلیک کړی ترڅو د افغانانو ترڅنګ ودرېږو او «په آزادۍ، کرامت او برابرۍ کې د ژوند لپاره د دوی د حق خبره وکړو.»
د بښنې نړیوال سازمان د یوه لینک په شریکولو سره له خلکو غوښتي چې دا غوښتنه لاسلیک کړي.