افغانستان

د بامیان بند امیر ته د ښځو او نجونو پر ورتګ د طالبانو د بندیز په وړاندې غبرګونونه

په بامیانو کې امیر بند ته د ښځو او نجونو پر تګ بندیز له توند غبرګون سره مخ شوی دی.

یو شمېر ښځې او نجونې وايي، طالبان هره ورځ هڅه کوي د افغان مېرمنو د ژوند د محدود کړي او د هغوی ټولې خوښۍ او ازادۍ له منځه یوسي.

له بلې خوا، د ښځو حقونو یو شمېر فعالانې وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو ژوند د یوه زندان په څېر دی، چې هېڅ د تېښتې لار هم نه لري.

پرون د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر بامیان ته د سفر په ترڅ کې بند امیر ته د ښځو او نجونو تګ منع اعلان کړ.

هغه پرېکړه چې د ښځو او نجونو له غبرګونونو سره مخ شوې ده. د باميانو ښځې او نجونې وايي چې له دې ټولو بنديزونو ستړي شوي دي.

د بامیان یوه اوسیدونکې وايي: «د طالبانو د امربالمعروف وزارت د سرپرست په حکم بند امیر پارک زموږ پرمخ تړل شوی، پر ښځو دا محدودیتونه تر کومه؟ ستومانه شوې یوو، ښوونځي بند، پوهنتونونه بند، حمامونه او آن سینګارتونونه بند دي، له نړیوالې ټولنې غواړو چې طالبان په رسمیت ونه پېژني.»

په افغانستان کې نجونې وايي، طالبان هره ورځ د دوی د حقونو او ازاديو د محدودولو هڅې کوي او په داسې شرایطو کې د ژوند دوام سخت بولي.

د هرات اوسیدونکې سعدیه وايي: «طالبانو دا ځل بند امیر ته هم د ښځو پر تلو بندیز ولګاوه، دوی د خپل دې کار لپاره هېڅ توجیه نه لري او ورځ په ورځ پر ښځو محدودیتونه زیاتېږي.»

خو د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، طالبان هڅه کوي چې ښځې له ټولنې لرې کړي.

د ښځو حقونو فعاله صفیه عارفي وايي: «د طالبانو د امربالمعروف په وزارت په تازه حکم کې بند امیر ته د افغان مېرمنو پر تلو بندیز لګول شوی، په داسې حال کې چې بهرنۍ ښځې او نارینه کولای شي دغه پارک ته ولاړ شي او خوند ترې واخلي، طالبان په دغو محدودیتونو لازیات جنسیتي اپارتاید ته لمن وهي.»

طالبان په داسې حال کې امیر بند ته ښځې او نجونې له تګ څخه منع کړي دي چې له دې وړاندې هم ښځې او نجونې د طالبانو له لوري له ګڼو بندیزونو سره مخ شوې.

بند امیر همدارنګه په ۲۰۱۹ کال کې د لومړي ملي پارک په توګه ونومول شو او د افغانستان له سیاحتي ځایونو څخه دی – هغه ځای چې پخوا د ښځو په ګډون د زرګونو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شاهد و.