افغانستان

ولس ته د دولت د حساب ورکولو بهیر پای او د ډېری خلکو د پوښتنو بې‌ځوابه پاتې کېدل

په دغو ۳۱ ورځو کې، د طالبانو وزارتونو او ادارو د خپل یو کلن کار راپور ولس ته وړاندې کړ.

اوس یو شمېر هېوادوال وايي تمه یې لرله چې په دغو ناستو کې د ښځو او نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو وخت روښانه شي، خو په دې اړه یې ځواب ترلاسه نه کړ.

د هرات اوسېدونکی احمد په دې اړه وايي: «ولس ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام پای ته ورسېد، لکه څنګه چې موږ تمه لرله هغه پوره نه شوه، د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره نه ده او د نجونو پرمخ ښوونځي خلاص نه شول او دولت څخه تمه لرو چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.»

د هرات اوسېدونکې ثریا وايي: «باید د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیستل شوي واي، ځکه نجونې د ټولنې لویه شتمني او مهمه برخه ده، همداراز باید د ځوانانو لپاره کاري زمینې برابرې شي.»

خو په دغو ناستو کې خبریالانو په ځلونو له طالب مسوولینو له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستو د وخت په اړه پوښتنې وکړې، خو طالبانو د پوښتنو د بشپړولو اجازه ور نه کړه.

داسې پوښتنې چې د ځینو خبریالانو په وینا په ځپلو سره ځواب ورکړ شو.

یو خبریال نصرت منصور وايي: «په افغانستان کې هر څه محدود شوي، د ښځو حقونه، د بیان آزادي، د رسنیو ازادي او د زده کړو د حق په ګډون د ښځو او نجونو لپاره ټول ارزښتونه محدود شوي، حساب ورکول هم یو ننداریز بهیر و.»

یو شمېر نجونې محصلینې هم وايي، ولس ته د دولت د حساب ورکولو بهیر په پای ته رسېدو سره دوی د خپل راتلونکي په اړه روښانه ځواب ترلاسه نه کړ او له همدې امله اوس له پخوا زیاتې ناهیلې شوې دي.

یوه محصله مرسل وايي: «ما د یوې محصلې په توګه تمه لرله چې دوی به راشي د پوهنتونونو د پرانیستو کړنلاره به وړاندې کړي خو د ویلو لپاره یې څه نه لرل او چوپتیا یې غوره کړه.»

که څه هم ټاکل شوې وه چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي ولس ته د خپل یوه کال د کارونو په اړه راپور ورکړي، خو د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم او د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله آغا دغو ناستو ته حاضر نه شول او پر ځای یې د دغو وزارتونو نورو مسوولینو د خپلو یو کلنو فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

طالبانو د روان کال د زمري په لومړۍ نېټه، ولس ته د حساب ورکولو بهیر پيل کړ او په دې لړ کې د طالبانو په کابینه کې غړو بنسټونو خپل کاري راپور وړاندې کړ. داسې کارونه چې د هېوادوالو په وینا د اورېدو پر ځای غواړي په عملي توګه یې وویني.