افغانستان

د هېواد نامتو هنرمند عبدالاحمد خاکسار ومړ

د افغانستان مشهور هنرمند او کمیډین عبدالاحمد خاکسار چې پر یوې ناروغۍ اخته و، نن دوشنبه په ۶۷ کاله عمر کابل کې ومړ.

د عبدالاحمد خاکسار یوه خپلوان آمو ته د هغه د مړینې خبر تایید کړ.

ښاغلي خاکسار په بېلابېلو ټلویزیوني پروګرامونو او فلمونو کې رول لوبولی و.

د هنرمند په توګه د هغه لومړنی کار په ۱۳۶۱ کال کې په ملي ټلویزیون کې پیل شو.

هغه د فارسي ادبیاتو په برخه کې زده‌کړې کړې وې او همداراز د کابل په عبدالهادي داوي لېسه کې ښوونکی و.

ښاغلي خاکسار تر ۴۰ کلونو زیاته موده د افغانستان د تیاتر او سینما په برخه کې کار وکړ.