افغانستان

د طالبانو له بنده د خبریالانو د خلاصون لپاره غوښتنې

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، خبریالان له ګڼو کاري ننګونو سره مخ شوي دي.

لکه څنګه چې د بې پولې خبریالانو بنسټ وايي، یوازې په تېرو لسو ورځو کې طالبانو نهه خبریالان نیولي دي.

د باختر آژانس خبریال سید وحید الله ابدالي، د آریانا نیوز خبریال حبیب سراب، د سلام وطندار خبریال حسیب حساس، په ننګرهار کې د کلید راډیو مدیر فقیرمحمد فقیرزی، د کلید راډیو خبریال جان‌آقا صالح، د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمر، آزاد خبریال وحیدالرحمان افغانمل، ځايي خبریال شمس‌الله عمري او ځایي خبریال پرویز څرګند یې په غزني، پکتیا، ننګرهار، کندهار او کونړ ولایتونو کې نیولي دي.

د بې پولې خبریالانو بنسټو وایي چې طالبانو دا خبریالان په خپلسرې توګه نیولي دي.

د بې پولې خبریالانو بنسټ وايي چې دوولس خبریالان د طالبانو په بند کې دي او طالبان هېڅ ډول ځواب ویلو ته حاضر نه دي.

له بلې خوا، یوناما په یوه بیانیه کې ویلي چې په تېرو لسو ورځو کې، طالبانو د هېواد په شپږو ولایتونو کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي. د دغه بنسټ په وینا، خبریال مرتضی بهبودي او د نجونو د زده کړو د حقونو فعال مطیع الله ویسا لا هم د طالبانو په بند کې دي.

یوناما ویلي چې طالبان د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د بیان آزادۍ ته د درناوي او همداراز د هغو کسانو حقونو ته چې په بند کې دي له کورنیو او مدافع وکیلانو سره د لیدنې په شان ژمنې باید عملي کړي.

د بې پولې خبریالانو بنسټ موندنې ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې ۲۱۴ د رسنیو کارکونکي له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

له دې مخکې د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي د خبریالانو په ګډون هرڅوک چې د ملي ګټو او دین خلاف فعالیت وکړي نیول کېږي.

د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: «دلته هم که څوک د خبریال په نوم د افغانستان د ملي ګټو خلاف فعالیت وکړي، طبعا نیول کېږي، خبریال نه بلکې هر څوک چې د اسلام د مبارک دین خلاف په هر نوم چې وي له پلټنو سره مخ کېږي.»

د ننه په افغانستان کې ډېری خبریالان وايي چې طالبانو د دوی د خبریالۍ کارونو په وړاندې پراخ محدودیتونه رامنځته کړي او دوی نشي کولای د طالبانو د غوښتنې خلاف مسایلو په اړه راپور برابر کړي.

موږ غوښتل په دې اړه د طالبانو نظر هم ترلاسه کړو خو بریالي نه شوو.