افغانستان

له افغانستانه د امریکا د وتلو پر څرنګوالي د یوه امریکايي سناتور توندې نیوکې

افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دوه کلنۍ سره هم‌مهاله یو نفوذ لرونکی امریکایی سناتور لینډسي ګراهام له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر پرېکړې نیوکه کوي او وايي چې طالبان اوس‌مهال د ښځو د ځپلو په حال کې دي.

ښاغلي ګراهام «ایکس» ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې له افغانستان څخه د امریکا وتل د متحده ایالاتو د بهرني سیاست په تاریخ کې یوه له ترټولو ناوړه او له شرمه ډکه پرېکړه وه.

امریکایی سناتور لینډسي ګراهام وايي: «دا له افغانستان څخه د بایډن دولت د وتلو دویمه کلیزه ده چې د امریکا د بهرني سیاست په تاریخ کې یوه له ترټولو ناوړه، غمیزه‌راوړنکې او له شرمه ډکه پرېکړه ده.»

ښاغلي ګراهام د افراطي جوړښت لپاره د یوه امن ځای په توګه د افغانستان له بدلېدو هم خبرداری ورکړی دی – هغه افراطپال چې د دې امریکايي سناتور په آند به د امریکا او پلویانو لپاره یې په یوه ګواښ بدل شي.

له بل لوري د امریکا د ملي امنیت مخکیني سلاکار امریکا غږ ته ویلي چې طالبانو تل د دوحې له هوکړه‌لیک څخه سرغړونې کړې او په دې هوکړه‌لیک کې د افغانستان د مخکیني حکومت نه یو ځای کول یوه تېروتنه ګڼي.

دغه مخکیني امریکايي چارواکي همداراز ویلي، چې طالبانو ښځې په ټولنه کې له فعالیتونو ګوښه کړې دي او له طالبانو څخه د ښځو د ژغورلو لپاره باید کار وشي.

په تېرو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له پرېکړې دفاع وکړه، خو افغان مېرمنې وايي چې د طالبانو له واکمنۍ سره یې یو ځای ټولې لاسته راوړنې له منځه ولاړې او نړۍ یوازې د دې وضعیت ننداره کوي.