افغانستان

طالبانو څلور نور سيمه ييز خبريالان هم نيولي دي

د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ وايي، چې شمس الله عمري، وحیدالرحمن افغان مل او عطاءالله عمر په کندهار کې او پروېز څرګند تېره ورځ په کونړ کې نیول شوي او په دې حساب له دوو اونیو څخه په کمه موده کې طالبانو په افغانستان ۹ خبریالان نیولي او بندي کړي دي.

له دې سره هم مهاله د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې طالبانو د هلمند ولایت په رسنیو کې د ښځو د غږونو مستقیم او غیر مستقیم خپرول منع اعلان کړي دي. د دغه مرکز په یوه بل راپور کې راغلي چې د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کې د رسنیو د ۳ کارکوونکو د وژلو او ۱۷۶ د نیولو په ګډون د خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۳۶۶ قضیې ثبت شوې دي.

یوازې له دوو اونیو په کمه موده کې ۹ خبریالان د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

پنځه خبریالان په ننګرهار، غزني، پکتیا او کندز ولایتونو کې نیول شوې دي. خو د دغو خبريالانو د نيولو لامل نه دى څرګند او د وضعیت په اړه یې هم معلومات په لاس نشته.

د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي وايي: «له بده مرغه په تېره یوه اوونۍ کې په افغانستان کې اته خبریالان نیول شوي دي او د دغو نیول کېدو انګیزه تراوسه څرګنده نه ده. موږ د دې وضعیت په اړه ژور اندېښمن یوو. د طالبانو له سرپرست حکومت غواړو چې د خبریالانو غیر قانوني نیول ودروي.»

له دې سره هم مهاله د رسنیو ملاتړي بنسټونه وايي، په هلمند ولایت کې طالبانو په هر ډول شرایطو کې په رسنیو کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول او حتی په سوداګریزو اعلانونو کې د ښځو د غږونو خپرول منع کړي. د دغو بنسټونو په وینا طالبان د ښځو مطلقه ازادي تر پښو لاندې کوي.

خبریاله سهیلا یوسفي وايي: «دا د دې ښکارندویي کوي چې طالبان نه غواړي په رسنیو کې نور د ښځو غږ اوسي. دا کار د بیان ازادۍ د کمزورې کېدو لامل شوی.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کې د بیان ازادۍ د وضعیت په اړه په یوه راپور کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونې د ۳۶۶ پېښو د ثبت خبر ورکړی.

په دې شمېر کې د خبریالانو درې وژنې، د ۱۷۶ نیول کېدو او د خبریالانو پر وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي ۲۵ پېښې شاملې دي. د خبریالانو مرکز وايي، د خبریالانو او رسنیو له حقونو څخه سرغړونې زیاتې شوي او د ازادو رسنیو ځپلو زور اخیستی.

ګرافیک: د طالبانو په واکمنۍ کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونو پیښې د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونې د ۳۶۶ پېښو ثبت شوې دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونې پېښې:

– د رسنیو درې کارکونکو وژل کېدل

– د خبریالانو د ټپي کېدو ۲۳ پېښې

– ۱۷۶ لنډمهاله او منځمهاله نیونې

– د ۹ خبریالانو زنداني کېدل

– د خبریالانو د ګواښلو ۱۳۹ قضیې

– د خبریالانو د فزیکي تاوتریخوالي او وهلو ټکولو ۲۵ قضیې

خبریال اسد بهنود وايي: «دا ډله انساني او مدني ارزښتونو ته چې د معلوماتو د خپرولو حق هم په کې شامل دی، هیڅ ډول پابندي نه لري او نه به یې ولري. په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د خبریالانو نیول د معلوماتو له خپریدو خپله د طالبانو د ویرې یوه بیلګه ده.»

په همدې حال کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د رسنیو د «بې بنسټه ډارولو» کمپاین دې ودروي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم ویلي، طالبانو لږ تر لږه شپږ ځانګړي یا د رسنیو اړوند کړنې ترسره کړي دي. هغه کړنې چې قانوني او حقوقي بنسټ یې نه دی تعریف شوی او پر ازادو رسنیو او خبریالانو ورځ تر بلې د زیاتېدونکو محدودیتونو زمینه برابرونکې دي.