ورزش

علي اکبر امیري، د سویلي کوریا د تکواندو له آزادو سیالیو د سرو زرو مډال ترلاسه کړ

د افغانستان د تکوانډو لوبغاړی علي اکبر امیري، د سویلي کوریا په آزادو سیالیو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

ښاغلي امیري په ۸۷ کیلوګرامه وزن کې د کاناډا، قزاقستان، سویلي کوریا او نایجر لوبغاړو ته ماتې ورکړه.

دا د سویلي کوریا د تکوانډو له آزادو او «جي ډو» سیالیو د افغانستان تکوانډو برخې لومړی مډال دی.

په دغو سیالیو کې د نړۍ له شپېتو هېوادونو کابو درې زره لوبغاړو ګډون کړی دی.