افغانستان د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د ۲۰۲۱ د اګست په اوومه د افغانستان مهمې پېښې

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ

دوه کاله وړاندې په همدې ورځ د ۲۰۲۱ کال د اګست په اوومه د شبرغان ښار د طالبانو په لاس سقوط وکړ او همدا راز په لښکرګاه، هرات او کندهار ښار سربېره جګړه په فیض اباد او کندز ښارونو کې هم زیاته شوه.

په کابل کې د امریکا سفارت په جلا اعلامیو کې پر ښارونو د طالبانو بریدونه د دوحې له هوکړې سرغړونه وبلله او له خپلو وګړو یې وغوښتل چې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۷ مه د افغانستان د اتو اقتصادي لارو مدیریت هم د طالبانو په لاس کې و.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۷ مه په داسې حال کې چې مارشال دوستم په کابل کې له مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه بوخت و، د مارشال دوستم په نوم مشهور د شبرغان ښار د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

له زرنج وروسته شبرغان د هېواد دویم ښار و چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۷مه د طالبانو لاس ته ورغی.

ولې د نظام مشرتابه او یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د دې پرله پسې سقوطونو مخه ونه شوه نیوله؟

پوځي کارپوه سرور نیازی وايي: «له بهرنیو هیوادونو راغلي وو، په پوستونو نصب شوي وو، او په دې فکر کې وو چې څنګه له امریکایانو وړاندې ووځي، څو لاسته راوړې پانګه له لاسه ورنه کړي چې دوی یې ترلاسه کړي او دوی ځان ته زیان ونه رسيږي.»

د اګست په ۷ مه د هرات، لښکرګاه او کندهار پر ښارونو سربېره په فیض اباد او کندوز کې هم جګړه زياته شوه.

کندوز چې په تېرو دوو لسيزو کې دوه ځله د طالبانو لاس ته لوېدلې وو، د طالبانو له لوري د درېيم تعرضي بريد پر مهال لا هم د ځواکونو او امکاناتو له کمښت سره مخ و.

د کندز پخوانی امنیه قوماندان زبر دست صافی وايي: «اکمالات له سقوط څو ورځې وړاندې په بشپړ ډول فلج شوي وو، هوایي امکاناتو ته چې موږ ورته اړتیا درلوده، په بشپړ ډول صفر وو.»

په کابل کې د امريکا سفارت په همدې ورځ په دوو جلا اعلاميو کې پر ښارونو د طالبانو بريدونه د دوحې له تړون سرغړونه وبلله او له خپلو وګړو يې وغوښتل چې ژر تر ژره له افغانستانه ووځي.

په همدې حال کې په تېر حکومت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت یوه سلاکار آمو ته وايي، چې په افغانستان کې د جګړو له زیاتېدو سره د جمهوري ریاست د سولې کمېټې څو ځله هڅه وکړه چې د خبرو له لارې طالبان د جګړې بس کولو ته قانع کړي. خو د ده په وینا طالبان د وخت ضايع کولو په هڅه کې وو.

د مخکیني حکومت د سولې په چارو کې د رسنیو سلاکاره پرستو یاري وايي: «طالبانو هېڅکله په بین الافغاني ناستو کې د ګډون تمايل یا لېوالتیا نه درلوده، تل يې نه غوښتل چې ګډون وکړي، که ګډون یې هم کولو، ژمنې يې ورکولې او داسې خبرې یې کولې چې ښکاره او څرګندې نه وې.»

له دې ټولو سره سره د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۷مه، طالبانو د افغانستان په اتو اقتصادي لارو کنټرول درلود، او له ګمرکونو د حکومت ورځني عواید پنځوس سلنه کم شوي وو.