افغانستان

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د مرستې رسولو عملیات د بودیجې له کمښت سره مخ شوي

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د مرستو رسولو بهير د بوديجې د نشتوالي له کړکېچ سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال وايي، چې همدا اوس په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره ۳,۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده، خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا “اوچا” د دغې بودیجې یوازې ۲۵ سلنه لري.

تر دې مخکې OCHA هم په افغانستان کې له بې وزلو سره د مرستې لپاره د بودیجې د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.

په افغانستان کې د اقتصادي اندېښنو په اوج کې ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره کافي بودیجه نه لري.

ملګري ملتونه د ۳,۲ میلیارد ډالرو په اړتیا ټینګار کوي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په سلو کې یوازې ۲۵ سلنه يې لري.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق وايي: «د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر خبرداری ورکوي چې که څه هم په دغه هېواد کې بشري اړتیاوې زیاتې دي او د دغه بنسټ فعالیتونه له مالي بحران سره مخ دي، د کال له نیمایي څخه ډیر، د ۳,۲ ميليارده ډالرو له غوښتنې چې په ټول هیواد کې د څه باندې ۲۱ میلیونه خلکو لپاره يې اړتیا ده، په سلو کې يې يوازې ۲۵ سلنې کمه بوديجه تمويل شوې ده. د ۱,۳ ميلیاردو ډالرو بودیجې کمښت شتون لري چې ډېری پروګرامونه د سرچینو او کافي مرستو د نشتوالي له امله له وړاندې درول شوي یا ډېر ژر د درېدو په حال کې دي چې د خوراکي توکو مرستو په ګډون د تېر په پرتله د پام وړ کم شوي دي. زموږ بشري همکاران خبرداری ورکوي چې موږ یوازې د ژمي له پيل مخکې د حیاتي مرستو او اکمالاتو چمتو کولو او وړاندې کولو لپاره لږ وخت لرو.»

په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې نشتوالی په داسې حال کې په یوه جدي اندیښنې بدله شوې چې د کار د نشتوالي او د هېواد د خراب اقتصادي وضعیت له امله ميليونونه افغانان له ګڼو اقتصادي ننګونو سره لاس و ګریوان دي.

۴۵ کلنه زرمینه چې د خپلې کورنۍ سرپرستي په غاړه لري، یوه د افغانستان له دغو اړمنو وګړو څخه ده چې وايي، د کار او عاید د نشتوالي له امله ځان ته د مرګ هيله کوي.

خو زرمینه د فقر او بې وزلۍ په دې برخه کې یوازې نه ده، لکه څنګه چې اوچا ويلي، ۲۸ میلیونه افغانان مرستې ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې د بېکارۍ دوام، د کورنیو او بهرنیو عوایدو کموالی، د اسانتیاوو نشتوالی او نور محدوديتونه به په پايله کې ناوړه اغېزې ولري.

تر دې مخکې نړیوال بانک ویلي وو چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په هېواد کې د هر افغان وګړي د سړي سر عاید له ۵۰۰ ډالرو څخه ۳۵۰ ډالرو ته راټیټ شوي دي.