ورزش

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د لویو وچو ترمنځ لوبو کې د ګډون لپاره ټایلنډ ته ولاړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د اسیا د مرکز (کافا) په سیالیو کې له ځلېدو وروسته د لویو وچو ترمنځ په لوبو کې د ګډون لپاره ټایلنډ ته روانه شوه.

د «کانټینینټل» تر نوم لاندې د فوټسال دا سیالۍ به د اګسټ میاشتې له ۷ تر ۱۳ د تایلنډ، افغانستان، چک جمهوري، برما، سلیمان ټاپو او موزامبیک ملي لوبډلو ترمنځ په دوو ډلو کې ترسره شي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله په B ډله کې له موزامبیک او چک جمهوري سره یو ځای ده.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د آسیا د مرکز فوټسال جام سیالیو په له ځلېدو او په دغو لوبو کې د دوهم مقام له خپلولو وروسته د فوټسال په تازه درجه بندۍ کې لس درجې په نړیوال نوملړ او درې درجې هم په آسیايي نوملړ کې مخکې شوه.

د افغانستان فوټسال په نړیوال رنکینګ کې په لس درجې مخکې کېدو له ۷۷ ۶۶ درجې ته ورسېد او په آسیايي درجه بندۍ کې هم له ۱۷ څخه څوارلسم ځای ته ورسېد.

د هغو شمېرو له مخې چې په تېرو ورځو کې د فوټسال په نړیواله درجه بندۍ کې خپرې شوې، د افغانستان فوټسال د نړۍ په ۶۶ درجه او په آسیايي نوملړ کې یې څوارلسم ځای خپل کړی دی.