افغانستان د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د ۲۰۲۱ کال د اګست په دوهمه د افغانستان بدلونونو ته کتنه

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ

نن اګسټ دويمه ده، د ۲۰۲۱ کال د اګست په دويمه، محمد اشرف غني د جمهوري ریاست د پايښت ستراتیژي د تېر حکومت د ملي شورا په ځانګړې ناسته کې په داسې حال کې اعلان کړه، چې د جمهوري دولت سقوط ته ۱۳ ورځې پاتې وې.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په دويمه تر ټولو مهمې پېښې:

په ۱۴ ولایتونو کې ۴۶ ولسواليو د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
له دغو ولسوالیو څخه ۱۳ یې د پکتیکا ولایت له ۱۹ ولسوالیو څخه وې.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په دویمه د طالبانو په لاس د سقوط شویو ولسوالیو ټول شمېر ۲۴۳ ته ورسېد.

په داسې حال کې چې حکومت سقوط ته ۱۳ ورځې واټن درلود، مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا په ځانګړې غونډه کې د جمهوري ریاست د پايښت ستراتیژي اعلان کړه. طالبانو ته په سخت ګواښ او د حکومت په پوځي ځواک او د نړۍ په ژمنو تکیه.

مخکينی ولسمشر محمد اشرف غني وايي: «زما ژمنه له تاسو او د افغانستان له خلکو سره دا ده چې د هېڅ ورانکار ځواک پر وړاندې به په ګونډو نه شم، یا به د خبرو اصلي مېز ته په ګونډو کېنو او یا به د جګړې په ډګر کې د هغوی زنګونه ماتوو.»

مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې د اګست په دویمه په کابل کې د نړۍ او په ځانګړې توګه د امریکا پر ژمنو په تکيې سره وويل، چې لښکرګاه ښار د طالبانو له سخت برید سره مخ وو او د باخبرو سرچینو په وینا، امریکایان په هلمند کې په ډېر سخته حاضر شوي وو چې چې د امنیتي ځواکونو په ملاتړ هوايي بریدونه وکړي.

هغه څه چې شک یې پیاوړی کړ له سقوط د تسليمېدو تر برنامې پورې‌

پوځي کارپوه کامه وال جلیلي وايي: «د نظام د سقوط پر ځای د غني له حکومت طالبانو ته د نظام د تسلیمولو او سپارلو پروسه غوره وه، د تسليمولو او سپارلو نوم به ورکړو، نه بايد سقوط وويل شي. ځکه د افغانستان وسله وال ځواکونه په مېړانه له خاورې او هېواد د دفاع په حال کې وو.»

په هرات کې هم یو له جهادي مشرانو اسماعیل خان یو ځل بیا وسله په لاس اخيستې وه او له خپل ټاټوبي په دفاع بوخت وو. هغه دفاع چې د باخبره سرچینو په وینا، د امکاناتو او وسلو له نشتوالي سره سره ترسره کیده.

که څه هم کابل له سقوط ۱۳ ورځې واټن درلود، خو د سقوط وېرې او د جګړو زیاتوالي د کابل ورځنۍ چارې له اندېښنو ډکې کړې وې.

خبریال نصرت منصور وايي: «دا اندیښنې هم له امنیتي پلوه زیاتې شوې، ځکه فضا بشپړه تنګ وه، او هم له روحيې پلوه، ځکه موږ په بیړه کې وو، نه پوهیدو چې څه به کیږي.»

د ښځو د حقونو فعاله فوزیه سعیدزاده وايي: «د ولايتونو ناامنۍ، د خبريالانو ترور او چسپکي ماينونه د دې لامل شوي وو چې نه مو شول کولی له کوره کار ته ولاړ شو، او خپلو سياسي، ټولنيزو او مدني فعاليتونو ته دوام ورکړو.»

له دې ټولو سره سره د باخبرو سرچینو د څرګندونو پر بنسټ، په اګست میاشت کې د تېر حکومت له امنیتي ځواکونو د امریکايي ځواکونو ملاتړ بې ساري کم شوی و، امریکايي ځواکونو یوازې په سخت وضعيت کې د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره په ځانګړې توګه هوايي بریدونه کول.