افغانستان د جمهوریت د سقوط دوهمه کلیزه

د ۲۰۲۱ کال د اګست په لومړۍ نېټه د افغانستان بدلونونه

نن د اګست اوله؛ دوه کاله وړاندې همدا ورځ د جمهوري ریاست د ۱۵ وروستۍ ورځو لومړۍ ورځ وه.

افغانستان دوه کاله وړاندې د اګست میاشت په داسې حال کې پيل کړه چې د آمو د موندنو پر بنسټ د هېواد د ۱۹۷ ولسوالیو کنټرول د طالبانو په لاس کې وه، د هرات، کندهار، لښکرګاه او تالقان ښارونو په څنډو کې د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه وه.

امریکايي ځواکونو هم له افغانستانه د وتلو د بهیر په دوام ۲۷ ورځې وړاندې په بګرام کې خپله ستره پوځي اډه پرېښې وه.

له دوو لسیزو ستړې کوونکې جګړې وروسته، يوه بشپړه بدلوونکې مياشت راورسېده، د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت د افغانستان د تېرو دوو لسیزو په تاریخ کې یوه بدلوونکې میاشت.

امریکايي پوځیانو خپلې کډې تړلې وې، د وتلو پرېکنده هوډ يې ۲۷ ورځې وړاندې يعنې د ۲۰۲۱ کال د جولای په درېیمه د بګرام پوځي اډې د افغانستان په دوو لسيزو جګړو کې د يو ستراتیژیک مرکز او ادارې په پرېښودو سره ثابت شو.

د آمو د موندنو پر بنسټ، د اګست په لومړۍ نېټه:

– د هېواد د ۱۹۷ ولسواليو کنټرول د طالبانو په لاس کې وو.

-له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د بهیر له پیل سره، د ۲۰۲۱ کال د اپرېل له ۱۴مې د اګست تر لومړۍ نېټې پورې ۱۸۴ ولسوالۍ د مخکيني حکومت د ځواکونو له کنټرول ووتلې.

-د تېر حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړو لمن د هرات، تالقان، کندهار او د لښکرګاه ښارونو تر څنډو رسېدلې وه.

د تېر حکومت د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی میر حیدر افضلي وايي: «څو اقدامات بايد د ښاغلي غني او ډلې له خوا يې ترسره شوی وی، چې له بده مرغه ونه شول. لومړی دا چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د يو مېکانيزم له لارې د نړیوالې ټولنې او طالبانو په همغږۍ دې ښاغلي غني له واکه د وتلو هوکړې ته ځان ورکړی وی. دويم، د ولايتونو د مرکزونو په شاخوا کې د هغو ځواکونو سره په همغږۍ د دفاعي کمربندونو جوړول چې د ولایتونو له اکثريت ولسوالیو ولایتونو ته راغلي وو.»

خو د دې جګړې په سیوري کې د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ چې د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په دويمه په دوحه کې پیل شوې وه دوام درلود. دا خبرې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شوې وه، پیل شوې وې. هغه هوکړه چې د تېر حکومت د مذاکراتي ټیم د یوه غړي د څرګندونو پر بنسټ په افغانستان کې يې د سولې د تامین ظرفیت نه درلود.

د تېر حکومت د مذاکراتي ټیم غړی رسول طالب وايي: «د دوحې تړون حتی په عامه توګه هم په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو ظرفیت نه درلود او دا چې د طالبانو د پلاوي او جمهوري ریاست تر منځ خبرې کومې پايلې ته ونه رسېدې، يو له مهمو لاملونو يې همدا وو. طالبانو د سولې لپاره مذاکرات نه کول، بلکې د امریکا د وتلو او بیا د پوځي لارې د بريا لپاره يې خبرې کولې.»

یو خبریال نادر اشکان وايي: «کله چې ما د پوښښ په موخه په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په پيل کې ګډون وکړ، هلته په اسانۍ پوه شوم چې دواړه خواوې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره څومره واټن لري. کله چې دواړو خواوو د غونډې د پیل وخت په اړه اختلاف درلود، تمه نه وه چې د لويو مسلو په اړه تفاهم او هوکړې ته ورسیږي.»

د طالبانو په لاس پرلپسې د څو ولسوالیو د سقوط په دوام نازک سياسي او امنيتي وضعيت په کابل کې د اروپایي ټولنې استازولۍ هم اندېښمنه کړه. په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ سرپرست توماس نیکولسن د اګست په لومړۍ نېټه له رسنیو سره په خبرو کې طالبانو ته خبرداری ورکړ چې له پوځي لارې د بریا فکر له سره وباسي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرست توماس نیکولسن وايي: «واک ته د طالبانو راتلل، فکر نه کوم دومره ساده وي لکه نور چې فکر کوي. خو که طالبان له پوځي لارې واک په لاس کې واخلي، د اروپايي ټولنې له خوا به په رسمیت ونه پېژندل شي.»

د آمو د معلوماتو پر بنسټ، بالاخره د اګست په لومړۍ نېټه محمد اشرف غني د پوځ لوی درستیز ولي احمدزی له دندې ګوښه کړ، خو دغه پرېکړه په هغه ورځ اعلان نه شوه، ځکه د ښاغلي احمدزي ځايناستی د پوځ د ځانګړو ځواکونو قومندان هيبت الله عليزی پر لښکرګاه ښار د طالبانو د برید د مخنیوي لپاره هلمند ته تللی و.

خو هغه څه چې د اګست په لومړۍ نېټه د نا امیدۍ په اوج کې يې یوه نوې هیله پيدا کړه دا وه چې په دې ورځ د طالبانو په لاس کومې ولسوالۍ سقوط ونه کړ.