ورزش

په کافا کې له ځلېدو وروسته؛ د افغانستان فوټسال د نړۍ ۶۶ او آسیا ۱۴ درجې ته لوړ شو

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسیا د مرکز (کافا) فوټسال جام کې له ځلېدو او د دې لوبو د دویم مقام له ترلاسه کولو وروسته د فوټسال په ترټولو تازه نوملړ کې ۱۰ درجې په نړیوال رنکینګ او ۳ درجې په اسیایي رنکینګ کې مخکې شوه.

د افغانستان فوټسال په نړیوال نوملړ کې له ۷۷ څخه ۶۶ مقام او د اسیايي لوبډلو ترمنځ له ۱۷ څخه ۱۴ مقام ته ورسېد.

د هغو شمېرو له مخې چې د فوټسال د نړیوالې درجه بندۍ په وېبپاڼه کې نن (سه شنبې د زمري په لسمه) خپرې شوې، افغانستان د نړۍ په ۶۶ او د اسیا په ۱۴ درجه کې راغلی دی.

د افغانستان فوټسال لوبډلې ددغو لوبو په پیل او له دوو پرلپسې بریاوو وروسته، په نړیواله درجه بندۍ کې ۲۳ درجې او په آسیايي درجه بندۍ کې درې درجې راټیټه شوې ده.

له دې مخکې د افغانستان فوټسال د نړۍ په ۹۹ او د آسیا په شلمه درجه کې و.

د افغانستان فوټسال لوبډله د آسیا د مرکز په سیالیو کې په درېیو بریاوو، یوې مساوي، یوې ماتې او لسو امتیازونو په ترلاسه کولو د دغو سیالیو دوهم ځای خپل کړ.

د افغانستان فوټسال لوبډله اوس د ټایلنډ په کوربتوب د قارو ترمنځ فوټسال سیالیو کې د ګډون لپاره تیاری نیسي.