افغانستان

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو دوام

په دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې د دویمې ورځې لپاره هم دوام لري.

امریکا او طالبانو د تړلو دروازو تر شا د دغه خبرو په اړه کوم معلومات نه دي خپاره کړي. د نړیوالو اړیکو یو شمېر کارپوهان وايي، چې امریکا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له طالبانو سره د یوې هوکړې او خبرو په لټه کې ده او طالبان هم له دې خبرو د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره ګټه اخلي.

له دې سره هم مهاله د ښځو خوځښتونو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو د استازو ترمنځ د ناستې په غبرګون کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پرې دې نه ږدي چې طالبان ځانونه سپین وښيي، د افغانستان شتمنۍ د طالبانو لاس ته ولويږي. او د مشرانو نومونه يې د بندیزونو له نوملړ وويستل شي.

دوحه د امریکا او طالب استازو ترمنځ د خبرو کوربه ده. د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو د پلاوي او د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په مشرۍ د امریکايي استازو ترمنځ خبرې د دويمې ورځې لپاره هم د تړلو دروازو تر شا دوام لري. دواړو لورو د خپلو خبرو په اړه هېڅ څه نه دي خپاره کړي.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکريه بارکزۍ وايي: «البته، ظاهراً ښيي چې د بشري حقونو مسايل، د ښځو حقونه، د کار حق، د زده کړو حق او د یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کول له اصلي مسايلو څخه دي، خو باید هیره نه کړو چې د امریکا لپاره يې ګټې دي، که ګټه يې د سيمې په ثبات کې وي یا د نظم په له منځه وړلو کې.»

خو واقعاً امریکا او طالبان له دې خبرو د کومو پایلو په لټه دي؟

د نړیوالو اړیکو کارپوه برنا صالحي وايي: «امریکا او طالبان یوې هوکړې ته د رسېدو په لټه دي، څو وکولی شي چې لږ تر لږه که د طالبانو د امارت په رسمیت پېژندلو تمامه نه شي نو له يو بل اغېز کار واخلي. طالبان د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره او متحده ایالات هم د خپلو ګټو او موخو لپاره په افغانستان او سیمه کې د طالبانو له شتون.»

په همدې حال کې د ښځو د ارغواني شنبو غورځنګ په غزني، بلخ او تخار ولایتونو کې د دوحې د خبرو په غبرګون کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پرې نه ږدي پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لیرې شي، د افغانستان شتمنۍ د طالبانو لاس ته ولويږي او په پای کې هغوی په رسمیت وپیژندل شي.

د افغانستان د ارغواني شنبو غورځنګ غړې وايي: «موږ له قطر او متحدینو يې غواړو چې د طالبانو په ګټه دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي او په دې ډول ناستو سره دې طالبان سپین نه ښيي، دې ډلې ته دې د نړیوالې ټولنې باج ورکول او سخاوت بند شي. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د طالبانو د حکومت بدیل ته دې چې يو دیموکراتیک او غیر متمرکز حکومت دی، فکر وشي.»

له دې سره هم مهاله د افغان ښځو د اعتراضي خوځښتونو ايتلاف ادعا کړې چې تېره اوونۍ یو شمېر ښځو هم له طالبانو سره په دوحه کې ناسته وکړه او د طالبانو د سپینولو په لټه دي. د دغه ایتلاف په وینا، طالبانو ته د نړۍ سره غالۍ به د ترهګرۍ د ودې او نورو هېوادونو ته د زیان رسولو لامل شي.
هغه ادعا چې دغه غورځنګ یې تراوسه په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د افغانستان د پیاوړو ښځو غورځنګ مشره مونسه مبارز وايي: «له دې غونډې هېڅ کومه اجنډا یا معلومات مشخص نه وو. پرته له دې چې له عمومياتو قضاوت وکړو چې دا غونډه د طالبانو د ګټو پياوړتيا او د هغې د دوام په اړه وه او په دې کنفرانس کې بل څه نه وو.»

معلومه نه ده چې د دوحې خبرې به د څو ورځو لپاره دوام وکړي. طالبانو ویلي چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون، د امریکا له خوا د بندیزونو د لیرې کولو او د افغانستان د هوايي حریم د سرغړونې په اړه له امريکا سره خبرې کوي او د تعامل تمه لري. امریکا هم د افغانستان اقتصادي ثبات، د دغه هېواد له وګړو بشري ملاتړ او د ښځو په ګډون له خلکو سره مناسب چلند د بحثونو چورلیز اعلان کړی وو.