افغانستان

رینا امیري: د یو شمېر اسلامي هېوادونو له استازو سره په کتنه کې د افغان ښځو او نجونو پر حقونو ټینګار وشو

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په یوه ټویټ کې د سعودي عربستان په ګډون یو شمېر اسلامي هېوادونو له استازو سره د کتنې خبر ورکړی او ویلي یې دي په دغو کتنو کې ټینګار وشو چې د افغان ښځو او نجونو سخت ځپل د اسلامي هېوادونو لپاره «خطرناکه مخینه» رامنځته کوي.

هغې په دوام کې ولیکل چې په دې وروستیو کې یې متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او د البانيا، بنګلادېش، مراکش، سعودي عربستان، تونس او اسلامي همکارۍ سازمان له استازو سره خبرې اترې کړې دي.

امیري دا خبرې «هیله مننونکې» بللې او ویلي یې دي چې د هېوادونو استازو په اسلام کې د ښځو پر حقونو ټینګار کړی دی.

مېرمن امیري ټینګار کړی چې د طالبانو د ځپلو سیاست باید عادي ونه ګڼل شي او نړۍ باید د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ودرېږي.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست او د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په پنځه ورځني سفر قزاقستان او قطر ته ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په دې سفر کې چې نن پیل شوی د امریکا دا دوه ځانګړي استازي په دوحه کې د طالبانو له استازو او د افغانستان له مهمو وزارتونو څخه له «تکنوکراتو متخصصینو» سره د افغانستان د مهمو مسایلو په اړه بحث او خبرې کوي.

ددغې اعلامیې له مخې، دا پلاوی به قزاقستان ته په سفر کې هم د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له چارواکو سره د افغانستان په هکله کتنې او خبرې اترې وکړي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې په دغو کتنو کې به د بحث وړ مهم مسایل د افغانستان له خلکو بشردوستانه ملاتړ، له اقتصادي ثبات څخه ملاتړ او د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره مناسب او باعزته چلند وي.