ورزش

د ازبکستان په وړاندې له بري وروسته؛ د افغانستان د فوټسال لوبډله سبا له ایران سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د چهارشنبې په ورځ د اسیا د «کافا» اتلولۍ جام سیالیو په دوام د ایران د ملي لوبډلې پروړاندې ولوبېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د دوشنبې په ورځ په خپله دویمه لوبه کې د ازبکستان ملي لوبډلې ته په ۴ پر ۳ پایلې سره ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې روزونکی محمد مرتضايي وايي: «د ازبکستان په شان پياوړې لوبډلې ته ماتې ورکول ډېره شیریني لري. زه ژمنه کوم چې نن په افغانستان کې ټول خوښ دي او له دې پرته هېڅ بل څه ما نه خوشحاله کوي.»

په دې لوبه کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ګول ساتونکي محمد جواد صفري له تېروتنې وروسته د لوب‌څار له خوا سور کارت ترلاسه کړ.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دروازه ساتونکی محمد جواد صفري  وايي: «د خدای شکر دی چې د لوبغاړو په هڅو بري ته ورسېدو، واقعا نه پوهېږم چې په دې صحنه کې لوبڅار ولې ما ته سور کارت راکړ، زه پر هغه لوبغاړي نه وم لګېدلی آن ویډیوګانې وګورئ او شکر چې سید رضا وتوانېده زما تش ځای جبران کړي.»

په همدې حال کې ایران هم په خپله دویمه لوبه کې چې تېره ورځ ترسره شوه په ۱ پر ۰ پایلې سره قرغزستان ته ماته ورکړه.

د افغانستان او ایران لوبډلو ترمنځ لوبه به چهارشنبه په ځايي وخت مازدیګر ۵ بجې د تاجکستان په پلازمېنه په دوشنبه ښار کې ترسره شي.