فرهنګ او هنر

د تیاتر هنرمندان وايي، د پخوانۍ ودانۍ په تخریب سره د تمرین لپاره ځای نه لري

د هرات ولايت يو شمېر هنرمندان او د تياتر مديريت مسوولين د خپلو تمريناتو او نندارو لپاره د مناسب ځاى له نشتوالي نيوکه کوي او وايي چې له پخواني تياتر په پاتې ځمکه د ښاروالۍ له خوا سوداګريز مرکز جوړيږي.

خو د هرات ښاروالۍ رياست مسوولين وايي، چې د پخواني تياتر ودانۍ ځمکه د ښاروالۍ اړوند ده او له دې امله چې له څو کلونو راهيسې پرېښودل شوې وه، دې رياست يې د جوړېدو اقدام کړی.

په هرات کې د تياتر هنرمندان وايي چې د تياتر د پخواني تالار په ساحه کې به يو سوداګريز مرکز جوړ شي.

اوس دغه هنرمندان وايي چې نور د خپل هنر د تمرين او نندارې لپاره ځای نه لري.

د تیاتر لوبغاړی غلام سخي وايي: هنرمندان په ټولو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، خو په وروستیو په وروستیو کلونو کې مو د تمرین ځای له لاسه ورکړی.

دغه هنرمندان وايي، چې د ١٠٢ کلنې مخينې په لرلو سره، د هرات تياتر اوس د خپل تاريخ په ډېرو سختو ورځو کې دى.

د هرات تیاتر پخوانی رییس فریدون فکوري وايي، په ۱۳۹۴ هجري لمریز کال کې د هرات ښاروالۍ د سړک د پراخوالي له امله د هرات د تیاتر نیمه ځمکه دې سړک ته ځانګړې کړه او د تیاتر ودانۍ یې هواره کړه.

 که څه هم هغه مهال د هرات ښاروالۍ ژمنه کړې وه چې د دې ځمکې بله برخه به د هرات تیاتر ته بېرته وسپاري، خو له هغه وخت راهیسې تراوسه د هرات تیاتر لپاره کوم مشخص ځای په پام کې نه دی نیول شوی او اوس به په پاتې ساحه کې یو سوداګریز مرکز جوړ شي.

په هرات کې د طالبانو د ښاروالۍ مسوولین پرته له دې چې کوم اسناد وړاندې کړي، وايي چې د اسنادو پر بنسټ د دغه ولایت د عامه کتابتون ترڅنګ ځمکه د هرات ښاروالۍ اړوند ده او د ښاري پلانونو پر بنسټ دغه ریاست پرېکړه کړې چې هلته بيارغونه وکړي.

د هرات ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل وايي: «ټاکل شوې وه ښاروالي څلور پوړه ودانۍ پرې جوړه کړي او د دوو پوړونو له بشپړولو وروسته یې له ټولو امکاناتو سره د تیاتر هنرمندانو او اطلاعاتو او کلتور وزارت په واک کې ورکړي چې له بده مرغه تفاهم ته ونه رسېدو موږ دا ودانۍ چې کار نه ترې اخیستل کېده د سوداګریزو چارو لپاره کاروو.»

د هرات تیاتر په افغانستان کې لومړنی تیاتر دی. دا تياتر له نن ۱۰۱ کاله وړاندې د علامه صلاح الدين سلجوقي له خوا تاسيس شو.

د هرات د تياتر مديريت د شمېرو پر بنسټ، په وروستيو کلونو کې په دې ولايت کې د تياتر ٢٠٠ لوبغاړو په نندارو کې رول لوبولی، چې له دې جملې ١٢٠ يې ښځې او نجونې وې خو واک ته د طالبانو له بيا راستنيدو د صحنې پر مخ د ښځو کار منع شوی او زيات شمېر نارينه هنرمندانو هم هېواد پرېښی.