د رزمي لوبو د نامتو لوبغاړي بروس لي له مړینې ۵۰ کاله وروسته هغه لاهم د ځوان نسل په تخیلاتو او د فلمونو په صحنې کې ژوندی دی.
په هانګ کانګ کې لسګونه تر دوولس کلنۍ کم عمره ماشومان په یوه کوچني سپورتي کلب کې کونګ فو وینګ چون سبک چې بروس لي، زده کړی و، تمرین کوي.
وینګ چون په کونګ فو کې د چټکو ګوذارونو او مقابلې د تکنیکونو له امله شهرت لري. بروس لي په ۱۳ کلنۍ کې دا سبک د وینګ چون له استاد «ایپ من» تر څارنې لاندې زده کړ.
ایراني الاصله استرالیایی روزونکی نیما کینګ وايي: «ډېر نوموتي کسان شته، سمه ده، ټول غوره دي، خو فکر نه کوم چې یو دې هم د بروس لي ځای ته ورسېږي، که څه هم هغه ۵۰ کاله مخکې مړ شوی او فکر نه کوم چې هېڅ یو له بروس لي څخه مشهور وي؛ خلک په منځني ختیځ او سویلي امریکا کې بروس لي پېژني، لامل یې دا دی چې هغه یو بېلګه و.»
ماشومان د سوک او لغتې په زده کولو، د بروس لي د فلسفې په ګډون د ګونګ فو مهارتونه زده کوي.
نیما کینګ زیاتوي: «یوازې یې فلمونه نه دي، دا زموږ په اړه دي چې احساس کولای شو، خوښېږي مو، موږ د انسانانو په توګه د هغه روحیه حس او ورته درناوی کوو. دا هغه څه دي چې موږ باید ورته هڅه وکړو ترڅو یې خوندي کړو. دا د بروس لي میراث دی.»
بروس لي ګونګ فو په خپلو فلمونو او ټلویزیونو سریالونو سره په امریکا او نړۍ کې معرفي کړه. هغه د ۱۹۷۳ کال د جولای په شلمه د ۳۲ کلنۍ په عمر د تر ټولو غوره فلم «ښاماران واردېږي» له خپرېدو شپږ ورځې مخکې د مغزي سکتې له امله مړ شو.