افغانستان

د بودیجې کمښت او د متخصص کاري ځواک نشتوالی په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو مهمې ننګونې

د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د خپلې بودیجې د کمښت په اړه خبرداری ورکوي او وايي چې دې ستونزې په هېواد کې له میلیونه اړمنو سره د مرستې رسولو بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی.

افغانستان په دې ورځو کې نه یوازې له سیاسي اړخه، بلکې له اقتصادي اړخه هم د نړۍ لپاره ډېر مهم نه دی.

د دې هېواد خلک د هرې ورځې په تېرېدو سره له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او اته ويشت ميليونه وګړي يې بشري مرستو ته اړ دي، خو ليدل کيږي چې تر ټولو مهم مرستندويه بنسټونه د بوديجې له کمښت سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یو له دغو بنسټونو دی.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې وايي چې د بودیجې کمښت د دې لامل شوی چې له یو نیم میلیون زیاتو امیندوارو میندو، نويو زېږېدلو ماشومانو او کوچنيو ماشومانو ته د مرستو رسولو بهیر ودريږي او همدارنګه د افغانستان په ختیځ کې سل زره کسان له روغتیايي او خوراکي مرستو بې برخې شي.

د پاملرنې نړیوال بنسټ دلته د امریکا د سولې انسټیټیوټ په یوه غونډه کې په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو د بودیجې د کمښت په اړه خبرداری ورکوي.

د پاملرنې بنسټ سلاکاره میلیسا کورنټ وايي: «موږ له مرستندویه بنسټونو او سازمانونو پوښتو چې د دوی ننګونې څه دي؟ د دوی ۵۴ سلنه يې ځواب ورکوي چې د مالي سرچینو نشتوالی د دوی لویه ننګونه ده او په دويم قدم کې د کاري ځواک د نشتوالي خبره کوي او د بندیزونو له وخته یوازې یو پر دریمه برخه نويو سرچینو ته لاسرسی لري.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په نوي راپور کې راغلي، که د بودیجې کچه د اړتیا له څلورمې برخې څخه همداسې کمه پاتې شي نو ۷,۶ میلیونه وګړي به روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.

له ۳۱ زره ۵۰۰ ډېر ماشومان چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي مرستې به له لاسه ورکړي او له ۲۰ ميليونو خوراکی توکو ته بېړنيو اړو کبانو له ډلې به ۱۵ میلیونه په دې نه پوهېږي چې د راتلونکي وخت خواړه به له کوم ځایه ترلاسه کوي.

د ژغورنې نړيوالې کمیټې د پالیسۍ مشره سمیرا سید رحمان وايي: «۲۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، ۱۵ میلیونه خلک په افغانستان کې د خوراکي توکو له نه خونديتوب سره مخ دي او په تېرو دوو کلونو کې د مرستندویه بنسټونو مرستو د قحطۍ د مخنیوي زمينه برابره کړې او همدا لامل دی چې موږ د دغو مرستو دوام ته اړتیا لرو.”

نړیوال بنسټونه په داسې حال کې د بوديجې له کمښت او په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکوي چې د افغانستان د مالیې پخوانی وزیر د امریکا د سولې د انستیتیوت په غونډه کې د طالبانو اقتصادي سیاستونه ننګوي.

د مالیې پخوانی وزیر خالد پاینده وايي: «د طالبانو مالي پالیسي د خلکو لپاره ډیره ګټوره نه وه. کله چې تاسو شمېرې وګورئ، ډیری دا شمېرې د خلکو په لاس رسي کې نه دي. ډیری دا شمېرې ښیي چې طالبان د دفاع یا کورنیو چارو وزارتونه تنظیموي، ما د دوی وروستۍ بودیجه ولیدله او په سلو کې ۵۰٪ یې د دوی د نظامي څانګو لپاره مصرفیږي او دا پیسې د خدماتو، تعلیم او روغتیا په برخه کې نه کارول کیږي.»

تر دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان هم په افغانستان کې د بودیجې د کمښت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې وو چې د بودیجې د کموالي له امله اړ شوی چې سږ کال له افغانستان سره له خپلو مرستو اته میلیونه تنه وباسي.