افغانستان

هېوادوال: د طالب چارواکو څرګندونې د خلکو له واقعي ژوند سره توپير لري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په یوه ناسته کې ویلي چې د افغانستان اقتصادي ناورین تبلیغات دي او په امنیتي اړخ کې هم د جنايي جرمونو کچه صفر ته رسېدلې ده.

خو هېوادوال وايي د طالب چارواکو په څرګندونو کې د خلکو په اړه زيات  توپېرونه شتون لري.

د بادغېس ولایت یو اوسېدونکی وایي: «نه اوبه، اوړه او نه غوړي شته، نه چای شته، زما ټول کور وګورئ، هېڅ خوراکي توکي نشته.»

ددې ولایت بل اوسېدونکی عبدالناصر وايي: «خوراکي توکي نلرو, اوبه نلرو, سرپناه نسته, کلنينک نسته, زموږ اقتصاد ډېر کمزوری دی.»

څه کم هم دوې ورځي مخکې د خوړو نريوال پرواګرام خبرداری ورکړ, چې راتلونکي ژمي کې به په افغانستان کې نهه میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ وي.

د اقتصادي چارو کارپوه سيد قریشي وايي: «که له اوسني حالت څخه هم اقتصادي حالت خراب شي، نو تر ټولو زيات منفي اغېز به د خلکو پر ژوند وکړي.»

دا په داسي حال کې ده, چې د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وايي, چې هېواد کې د جنايي جرمونو کچه صفر ته رسېدلې, خو د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د وسله والو غلاوو له زياتوالي اندېښنه لري.

له تالقان څخه سرچينې وايي, چې دوې ورځي وړاندي غلو تالقان کې يوه زرګري ولوټله او دوه کسان يې ژوبل کړل.

د تخار اوسېدونکی سيمع الله وايي: «په تېرو څو مياشتو کې وسله والي غلاوي بيخي زياتي شوي دي او د خلکو اندېښنې هم په‌دې اړه زياتي شوي دي.»

د تخار اوسېدونکی سيد زين الدين زاهد وايي: «موږ قطعآ او له بده مرغه, چې وروستيو کې د خونړيو وسله والو غلاوو شاهدان يوو, له بده مرغه په ټولنه کې يې لويه بې ثباتي او اندېښنه رامنځته کړې ده.»

په ورته وخت کې د طالبانو تر واک لاندي د باختر خبري اژانس هم دوې ورځي وړاندي اعلان وکړ, چې ۲۳ تنه په کابل او ۱۹ په کندوز کې د بېلا بېلو جنائي جرمونو په تور نيول شويدي.

د طالبانو له لوري رسنيو ته ورکول شوي شمېرې هم ښيي, چې دا مهال ۱۷ زره تنه د طالبانو په زندانونو کې بنديان دي, چې زيات يې جنايي بنديان دي.

خبریال حامد علمي وايي: «موږ د دوو پديدو, چې جرم او جنايت په يوه هېواد کې شتون نلري او ياهم رسنۍ او خبريالان اجازه نلري، چې دا ډول راپورونه خپاره کړي, نو دلته بايد توپير ته ځیر شو.»

ددې دوو موضوعاتو ترڅنګ طالبانو تېره يوه اونۍ کې له بهرنيو چارواکو سره د ليدني په اړه هم مخالف معلومات خپاره کړل.

طالبانو په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د يوناما سياسي مشر طالبان د دوحې فارمټ ناستې ته وربللي دي، خو يوناما کې سرچينو دغه خبر امو ته رد کړ.

بل لور ته د جاپان سفارت هم د طالبانو د اعلاميې خلاف په يو ټويټ کې ليکلي، چې ددغه هېواد سفير یوازې د دوو موضوع ګانو د ښې حکومتولۍ او د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو او نجونو د زده کړو او ښځو د کار په اړه له طالب چارواکو سره کتلي دي.