مانوئل اګارته په پاریس جرمن کې، له زامبیا څخه د جرمني د ښځینه فوټبال لوبډلې ماته او په لندن کې د صربستان د ټېنس لوبغاړي ځلېدل په دې خبري ټولګه کې.
پاریس جرمن مانوئل اګارته وګماره
پاريسن جرمن کلب د اروګويه ملي لوبغاړی مانويل اوګارته په ۶۰ میلیون یورو سره ګومارلی دی.
دغه ۲۲ کلن دفاعي هافبک له سپورټینګ لیسبون څخه په ۵ کلن قرارداد له پاريسن ژرمن سره یو ځای شوی دی.
دغه کلب د چهارشنبې په ورځ د بارسلونا او اسپانیا روزونکی لوییس انریکه هم له ځان سره نیولی دی.
له زامبیا څخه د جرمني د ښځینه فوټبال لوبډلې ماته
د جرمني او زامبیا د ښځو فوټبال لوبډلو د جمعې په شپه یوه دوستانه لوبه کې له یو بل سره سیالي وکړه چې د زامبیا په بریا پایته ورسېده.
زامبیا په ۳ پر ۲ پایلې سره جرمنې ته ماته ورکړه.
دغه لوبه جرمني کې د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره د دواړو لوبډلو د لا زیات چمتوالي په موخه ترسره شوې وه.
په لندن کې د صربستان د ټېنس لوبغاړي ځلېدل
صربستاني ټنس لوبغاړي نواک جوکوویچ د جمعې په ورځ د لندن د ویمبلډون لوبو په دوام کې سویسي اسټن واورینکا ته ماته ورکړه.
د نړۍ دغه دویم لوبغاړي خپل سیال ته په ۶ پر ۳، ۶ پر ۱ او ۷ پر ۶ پایلې سره ماته ورکړه.