افغانستان

ایران دوه افغانان د شېراز پر شاه‌چراغ زیارت د برید په تړاو اعدام کړل

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د محمد رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي په نومونو دوه افغانان د شېراز پر شاه‌چران زیارت په برید کې د لاس لرلو په تور شنبه د چنګاښ پر ۱۷ د خلکو په مخکې اعدام شوي دي.

تسنیم خبري اژانس په دې اړه لیکلي، چې دا حکم شېراز ښار کې د ایران د قضاییه قوې له خوا پلی شوی دی.

تېر کال پر شاه‌چراغ حرم برید کې چې ایراني چارواکو هغه داعش ډلې پورې تړلی و، ۱۳ تنه مړه او ۴۰ نور ټپيان شول.

د ایران قضاییه قوې اعلان کړی چې د دې دوسیې درې نور تورن محمد رحماني، مصطفی جان اماني او حمیدالله کابلي یې پر له پنځو تر ۲۵ کلونو په زندان محکوم کړي دي.

د ایران دولت او رسنیو ادعا کړې وه چې دوی د تېر کال د لړم په څلورمه د ایران د اعتراضونو په اوج کې چې د «ښځه، ژوند، آزادي» په شعار سره ترسره شول د څلورو نورو کسانو په همکاهرۍ د ایران پر شاهچراغ زیارت برید کړی و.

د ایران دولت په وینا دا دوه تنه د «فساد فی الارض» او «د هېواد د امنیت خلاف اقدام» په تور د خلکو په مخکې په اعدام محکوم شوي او نن شنبې د چنګاښ په اوولسمه دا حکم اجرا شو.

د ایران په شېراز ښار کې پر شاهچراغ زیارت په وسله وال برید کې ۱۳ تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي وو.

داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی و او د برید اصلي عامل چې د ایران دولت په وینا د آذربایجان اوسېدونکی و له بریده څو شېبې وروسته په شاهچراغ زیارت کې ووژل شو.

خو ددغه برید له پنځو نورو تورنو څخه دوه په اعدام او درې نور په ابد بند محکوم شول.

د ایران دولت ویلي، محمد رامز رشیدي چې افغان دی اعتراف یې کړی چې د داعش له مشر څخه یې امر اخیستی او د وسلې په ترلاسه کولو او شاهچراغ زیارت د چاپېریال په اړه د بشپړو معلوماتو لپاره یې له اصلي بریدګر سره په ملتیا کې رول لرلی دی.

رشیدي په داسې حال کې پر شاهچراغ د برید اصلي تورن په توګه پر اعدام محکوم شوی چې د ایران دولت تر اوسه په دې برید کې د هغه له اعترافونو پرته بل هېڅ ډول ښکاره سند نه دی خپور کړی.

په همدې حال کې موده مخکې د ایران د بشري حقونو سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی په یوه ټویټ کې د دغو تورنو کسانو د اعدام په غبرګون ویلي چې په دې پېښه کې له تورنو په جبري توګه اعتراف اخیستل شوی دی.

د دې دوسیې درېیم تورن د افغانستان یو کارګر سید نعیم هاشم قتالی هم په داسې حال کې پر اعدام محکوم شوی چې د ایران دولت ادعا کوي هغه د عبدالله سعید په نوم له یوه کس سره همکاري کړې ده.

په داسې حال کې چې په مخکینۍ محکمه کې دا تور د دغې دوسیې پر دویمه درجه تورن (محمد رحماني) لګول شوی او په ورته جرم سره هغه په دایمي بند محکوم شوی دی.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي: «دا دوه افغانان له معتبرو اسنادو پرته او یوازې تر شکنجې لاندې اعترافونو له مخې په نمایشي محکمو کې په فساد في‌الارض تورن او اعدام شوي دي.»